یونس قانوني: که جګړه دوام وکړي، دويم مقاومت به جوړ کړي
د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني کابل کې یوه غونډه کې وویل، د قطر په دوحه کې د سولې بهیر له بن بست سره مخ دی او خبرداری يې ورکړ که چېرې د سولې بهیر په هر لامل چې وي بې پایلې شي، جګړه په افغانستان کې دوام پیدا کوي او دويم مقاومت به جوړ کړي.
نوموړي د «موج اعتدال و همسويي» سازمان د جوړېدو په غونډه کې وويل، دوی داسې سوله چې د ټولنې نيمايي پهکې له منځه لاړه شي، نه غواړي.