د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مسوولان نن «ملت ته د دولت حساب‌ ورکونې» په پروګرام کې د دغه کمېسیون د یوه کال فعالیت راپور وړاندې کړ.

د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون غړی او منشي محمدعارف حافظ وايي، په ۱۳۹۹ کال کې په دولتي ادارو، لکه وزارتونو، عدلي او قضايي او څو نورو ادارو کې د اساسي قانون ۳۰ مادې د پلي کېدو لپاره په ګوته شوې وې، خو په وینا یې، دغو ادارو د اساسي قانون د پلي کېدو څرنګوالي راپور ورکولو کې لازمه همکاري نه ده کړې.

نوموړي د یادو ادارو نه همکاري د کمېسیون د ۱۳۹۹ کال د پلان پلي کېدو پر وړاندې ستر خنډونه یاد کړل.

بله‌خوا سترې محکمې هم نن د خپل یوه کال فعالیت راپور وړاندې کړ. د سترې محکمې مسوولان وايي، په ۱۳۹۹ کال کې یې د قتل ۴ زره او ۲۱۳ دوسیې، د غلا ۵ زره او ۱۷۲، د جنسي تېري او اخلاقي جرمونو ۱۴۸۹، د اداري فساد او بډو اخیستو ۱۰۵۲، د انسان‌تښتونې او قاچاق ۱۰۱۵، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵ زره او ۴۱۷ او د نشه‌يي توکو د قاچاق ۶ زره او ۴۵۰ دوسیې څېړلې دي.

د سترې محکمې د اداري برخې عمومي آمر جاوېد رشیدي وايي چې د ۸ وزیرانو د دوسیو له ډلې چې پر اداري فساد تورن دي، د ۲ په اړه یې د محکمې حکمونه بشپړ شوي او د ۶ نورو هغو دوسیې تر قضايي ارزونو لاندې دي.

ستره محکمه وايي چې د دغې ادارې ۴۱ کارکوونکي چې د بډو اخیستو او د اسنادو پر جعل او پټولو تورن وو، نیول شوي او اوس تر عدلي او قضايي څېړنو لاندې دي.

د سترې محکمې راپور ښيي چې د محکمې د عالي شورا ۳ قاضیان چې پر فساد تورن وو، د ولسمشر په فرمان له دندو ګوښه شوي دي.

د سترې محکمې د کلني راپور له مخې، په ۱۳۹۹ کال کې ۸ قاضیان او ۳ اداري کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. دغه راز په یاده موده کې د سترې محکمې یو اداري کارکوونکی ټپي شوی او ۴ قاضیان او یو اداري کارکوونکي یې تښتول شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام