سور صلیب: هڅه کوو د افغانستان د روغتیايي سېسټم د پاشلتیا مخه ونیسو

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي سیستم وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د روغتیايي سیستم له پاشلتیا څخه د مخنیوي بشردوستانه هڅې بسنه نه کوي. په ورته مهال د سره صلیب کمېټې رییس ټينګار کړی چې دغه بنسټه هڅه کوي، څو د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشلتیا مخه ونیسي.

د سنټکام تازه موندنې؛ د کابل پر هوايي ډګر برید پېچلی نه و

د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني یا سنټکام  د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشتې په ۲۶ نېټه پر کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید په اړه د خپلې تازه پلټنې موندنې په ډاګه کړې چې ښايي یاد برید پېچلی نه و. د سنټکام قومندان زیاته کړې، هېڅ څیز نه‌شي کولای چې په دغه برید کې وژل شوي امریکايي سرتیري بېرته راوګرځوي، خو دا مهمه ده چې پوه شو دغه برید څه ډول شوی.

د خبریالانو خپلسره نیونو ته اندېښنې؛ اسلامي امارت: د رسنیو ازادۍ ته ژمن یو

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د افغان خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو له داوم څخه د تازه رپوټ په خپرولو سره اندېښنه ښوولې او ویلي، دې وروستیو دوو میاشتو کې د خبریالانو احضار او خپلسره نیونې زیاتې شوي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې، د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو د نیولو ۵۰ موارده ثبت شوي.

د کابل له ښځینه زندان څخه ۱۴بندیانې خوشې شوي

اسلامي امارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل له ښځینه زندان څخه یې ۱۴ښځینه بندیانې چې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیانې شوې وې، خوشې کړې دي. د زندانونو چارو د سمون ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، د ولایتونو ټولو محکمو ته سپارښتنه شوې چې د ښځینه بندیانو د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي. د اسلامي امارت حکومت دا نه دي ویلي چې دغه ښځینه بندیانې د کومو جرمونو په تور نیول شوې وې.

رینا امیري: اسلامي امارت دې ناعادلانه نیونې ودروي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې کابل کې د معترضه ښځو نیول کېدل غندلي او دغه کار یې ناعادلانه بللی دي. د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که کابل د ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې وي، باید بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه رعایت کړي او درناوی ورته ولري.

اقتصادي ناورین له يو ميليون ډېر افغانان کډوال کړي

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او پر دغه هېواد د اسلامي امارت په واکمنېدو سره له یو میلیون ډېر افغانان د اقتصادي ناورین له امله کډوال شوي دي. د راپور له مخې، دغه هېواد کې عواید نشته، د لوږي د زیاتېدو ګواښ په لوړه کچه دی او مالي مرستې هم بندې دي.

امریکا: نړیوال بانکونه د بشردوستانه مرستو لپاره افغانستان ته پیسې استولی شي

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا مالیې وزارت مرسته‌رسوونکو موسسو ته هم اجازه ورکړې چې پر اسلامي امارت د متحده ایالتونو د بندیزونو له وېرې پرته، دولتي ادارو کې د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو حقوق ورکړي.

د اروپایي پارلمان غونډه کې ګډونوالو د افغانو ښځو په ملاتړ ټینګار کړی

د «افغانستان د ښځو ورځې» تر عنوان لاندې د اروپايي پارلمان دوه ورځینۍ دوره‌ای غونډه دسې‌شنبې په ورځ د بلجیم پلازمېنې بروکسل کې پيل شوه. اروپايي ټولنې یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه غونډه کې افغانستان کې د بشري ناورین، د اسلامي امارت د ځپونکي حکومت او د افغان ښځو پر وړاندې د ستونزو په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې شوي.