د «افغانستان د ښځو ورځې» تر عنوان لاندې د اروپايي پارلمان دوه ورځینۍ دوره‌ای غونډه دسې‌شنبې په ورځ د بلجیم پلازمېنې بروکسل کې پيل شوه.

اروپايي ټولنې یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه غونډه کې افغانستان کې د بشري ناورین، د اسلامي امارت د ځپونکي حکومت او د افغان ښځو پر وړاندې د ستونزو په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې شوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون پخوانۍ مشرې سیماسمر د افغان ښځو په استازیتوب د اروپايي پارلمان غونډې ته وویل، افغانستان کې وضعیت ورځ تربلې خرابېږي. مېرمن سمر له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې افغان مېرمنې باید هېرې نه شي. هغې افغانستان کې بشري مرستې د نړیوالې ټولنې اخلاقي مکلفیت بللي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري د دغې ناستې بله ګډونواله وه او اروپايي پارلمان څخه یې وغوښتل چې اسلامي امارت ته په وار وار فرصت ورنکړي. هغې ویلي:«موږ نشو کولی چې څو زره طالبانو ته ۳۵ څخه تر ۴۰ میلیون کسان پرېږدو.»

د هالیووډ مشهورې اداکارې انجلینا جولي د افغان ښځو په اړه د اروپا پارلمان غونډه کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د نجونو ټول ښوونځي بېرته پرانیزي او ښځو ته اجازه ورکړي، ترڅو په ازاده توګه ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي.

د اروپا پارلمان رییسې روبرتا متزولا په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې نړۍ باید د افغان مېرمنو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي او له اسلامي امارت سره هر ډول تعامل باید د ښځو د حقونو تامین ته مشروط وي.

هغې د اروپايي پارلمان د غونډې په لومړۍ ورځ خپله وینا کې د افغان مېرمنو د حقونو، ښوونې او روزنې ته یې د لاسرسي او د افغانستان په ټولنیزو چارو کې د ښځو ګډون په تړاو ډاډ ورکړ. نوموړې د افغان ښځو په وړاندې د اسلامي امارت د سیستماټیک جنسیتي تبعیض غندنه هم وکړه.

روبرتا متزولا ویلي: «پر افغانستان د اسلامي امارت واکمنېدو سره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی، د افغان ښځو په وړاندې سیستماټیک تبعیض د اندېښنې وړ دی او هغوی زده‌کړو ته لاسرسی نه لري او کار کولو او په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې له ګډون څخه محرومې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا ناسته د اروپایي پارلمان له خوا د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د دوو ورځو لپاره د (افغان ښځو د ورځو ) تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه او نن یې وروستۍ ورځ ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام