اسلامي امارت د خصوصي سکټور د مالیې کمولو خبر ورکوي
اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د مالیې ورکولو او دولتي ادارو کې د اداري چارو سر ته رسولو برخه کې د خصوصي سکټور لپاره یې تازه اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د مالیې ورکولو او دولتي ادارو کې د اداري چارو سر ته رسولو برخه کې د خصوصي سکټور لپاره یې تازه اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، نن دوشنبه د کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ګډون، د هېواد په ۲۳ ولایتونو او ۲۱۷ ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپیان پیل شوی چې او په درېوو ورځو کې به څه باندې شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.
یوه افغانه کډواله شریفه صفري چې له کورنۍ مسافره شوې، سلاموطندار ته ویلي، تمه یې لرله چې د کورنۍ په نړیواله ورځ د خپل مور او پلار تر څنګ واوسي، خو بخت ورسره یاري نهده کړې او اوس ترې لرې یوه بل هېواد کې ژوند کوي. مرضیه په بلخ کې هغه مور ده چې هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې درې ځامن نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د ترکیې وګړي نن یکشنبه سهار اته بجې د رایې ورکولو صندوقونو ته ولاړل او د خپل هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره یې د ولسمشري ټاکنو کې چې د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېږي، برخه واخیسته.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د افغانستان څانګه وايي چې د اسلامي پراختیايي بانک یوې ډلې د دوو قراردادونو په لاسلیکولو سره له افغانانو سره نږدې دوه میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.
ګرمسېر، د هلمند د سوېلي ولسوالیو له ډلې یوه ده. د دې ولسوالي اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې ټوله راکړه ورکړه د تېرو شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې په پاکستانۍ کلدارو کېږي. د دوی په وینا، ټولې وړې او لويي سوداګریزې راکړې ورکړې یوازې په کلدارې کیږي او په ځینو سیمو کې که هټۍوالو ته افغانۍ هم ورکړې، په افغانیو بدلوي.
په کندهار کې د غنمو د ترېشل ماشينونو جوړولو دوه کارخونې فعاليت کوي چې په دې سره هېواد ته د ترېشل ماشینونو د واردېدو مخه نیول شوې ده.
د کندهار د صنعتي پارک امر مفتي عليمحمد وايي، په دغه ولایت کې د ترېشل ماشينونو د دوو کارخونو په فعالیت سره د دغو ماشینونو پېرلو لپاره بهر ته د لسګونه ميليونه افغانیو د تلو مخه نیول شوې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په افغانستان کې د بېوزلۍ کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس شاوخوا شل میلیونه افغانان د اړتیا وړ خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. په ورته وخت کې یوشمېر کابل ښاریان هم هېواد کې د وزګارتیا او بېوزلۍ کچې زیاتوالي اندېښمن کړي او وايي، اسلامي امارت باید خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.
له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام، نن «د غويي ۲۴مه، د یکشنبې ورځ» د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده.
په روان زېږدیز کال کې د ګوزڼ ناروغي د واکسین د کمپاین درېیم پړاو نن (د غويي ۲۴مه، د یکشنبې ورځ) په هرات کې پیل شو. د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال آصف کبیر سلاموطندار ته ویلي چې یاد کمپاین ملاتړکوونکی دی او پر مهال به یې د هرات ښار په ګډون، د شینډنډ ولسوالي او په مسلخ او شیدايي کمپونو کې د کورنیو بېځایه شویو ماشومان واکسین شي.
د سیاسي چارو شنونکي کندهار ته د قطر د لوړپوړي پلاوي سفر او هلته د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره یې د لیدنې په اړه وايي، دغه سفر د نړیوالې ټولنې د هغه پیغام رسولو په موخه و چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې یاد شوی و. دغه پلاوي په کندهار کې له رییسالوزرا محمدحسن اخوند په ګډون، له یوشمېر چارواکو خبرې کړې دي.
یوشمېر افغانان په حکومتي ادارو کې پر وخت د خپلو کارونو نه ترسره کېدو په اړه شکایت کوي او وايي، د خپلو کارونو لپاره څو ځله بېلابېلو ادارو ته ورځي، خو چارې یې پر وخت سر ته نه رسېږي.
د هوايي دهلېز له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیا په موخه د مفید لوجستیکي ګروپ یوې هوايي کارګو خپل فعالیت پیل کړ.
د دغه شرکت یو مسوول عبدالکریم عارفي وايي، له دې وروسته به له افغانستان څخه سوداګریز توکي په عمده او پرچون ډول په بېلابېلو بیو صادر شي.
یوشمېر هغه ناروغان او ناروغلرونکي چې د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته ورغلي وايي، په دغه روغتون کې د قابلو کمښت لامل شوی چې ناروغانو ته لازم روغتیايي خدمتونه ونه رسېږي.
د نورستان محلي مسوولان وايي چې پرون ناوخته د دغه ولایت په دواب ولسوالي کې یو موټر چپه شوی چې له کبله یې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ګوزڼ ناروغي د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز مسوول نېکوليشاه مومن سلاموطندار ته ویلي چې په ننګرهار کې یې د دې ناروغي یوه مثبته پېښه ثبت کړې ده.
د نوموړي په وینا، یو څلور کلن ماشوم په بټيکوټ ولسوالي کې پر دې ناروغي اخته شوې ده. هغه وايي چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ لومړنۍ پېښه ده چې په هېواد کې ثبتېږي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون