د عامې روغتیا وزارت: نږدې درېوو اوونیو کې ۳۰۰۰ کسان پر کورونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېروالي خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته نن چهارشنبه د غويي ۱۷مه ویلي چې د تېرو ۱۸ ورځو پر مهال هېواد کې د کورونا ویروس ۳۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان کې د پوځي تشکیلاتو ډېرېدو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنو ته د ا.ا غبرګون

ا.ا د روسیې د علومو اکاډمۍ علمي، تحلیلي او اطلاعاتي مرکز رییس نیکولای پلوتنیکف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ا.ا حکومت له کوم هېواد سره شخړه نه غواړي او د اړتیا له مخې د هېواد امنیت ټينګښت لپاره کار کوي.

هېواد کې د ځمکو پر سر شخړې؛ کډه شوې کورنۍ: پرېکړو کې عدالت نه دی شوی

د ا.ا واکمنېدو راهیسې د هېواد بېلابېلو سیمو کې د یو‌شمېر قومونو او کورنیو ترمنځ نښتې شوي چې تر ډېره هم دغه شخړې د ځمکو پر سر دي.

یوه له دغو شخړو څخه هم د تخار د خواجه‌بهاوالدین ولسوالي «مهاجرقشلاق» سیمه کې د اوسېدو کورونو او ځمکو پر سر قومي شخړه ده.

د بدخشان مرکز فیض‌اباد اوسېدونکي تفریحي ځایونو کې د کثافاتو له ډېروالي شکایت کوي

د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار اوسېدونکي د یاد ښار تفریحي ځایونو او پارکونو کې د کثافاتو له ډېروالي څخه شکایت کوي.

د فیض‌اباد ښار اوسېدونکی شهرام نیازی وايي، که څه هم د بدخشان مرکز کې د ګوتو په شمېر پارکونه او تفریحي ځایونه جوړ شوي، خو په وینا یې، خلک یې پاکوالي ته پام نه کوي او هر ځای چې یې خوښه وه، کثافات غورځوي.

د افغانستان نړیوال نندارتون پای؛ حنفي: نړیواله ټولنه دې په صنعت او سوداګرۍ کې همکاري وکړي

د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د یواوونیز نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د صنعت او سوداګرۍ برخو تر څنګ، د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. په ورته وخت کې یوشمېر صنعت‌کاران او د سوداګرۍ او صنعت برخو مسوولان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دوی پر وړاندې شته ننګونې، په ځانګړې توګه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.

یونېسف: د روان میلادي کال تر پایه به ۲۱۰۰۰ محلي ټولګي جوړ کړو

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره (یونېسف) وايي چې افغانستان کې د ماشومانو د روزنې لپاره به د روان ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه د محلي ټولګیو شمېر ۲۱۰۰۰ ته لوړ کړي.

د دغه بنسټ په وینا، دا د یاد سازمان د چټکو زده‌کړو د پروګرام یوه برخه ده چې د افغانستان هغو سیمو کې تطبیقېږي چې دولتي ښوونځي ترې لرې، یا یې نجونې او هلکان په پراخه کچه له زده‌کړو محروم دي.

یوناما: ۶۰سلنه کورنۍ د اوبو کمښت سره مخ دي؛ خلک: حکومت دې یې غم وخوري

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اقلیم بدلون دغه هېواد د اوبو پر سرچینو منفي اغېزې کړي او د څښاک پاکو اوبو ته یې د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی. د دغه بنسټ په وینا، تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د هغو کورنیو شمېر چې افغانستان کې د اوبو له کمښت سره مخ وې، ۶۰سلنې ته رسېږي.

بادغیس کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ۱۹کلن ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون دوشنبه د غويي ۲۵مه د یاد ولایت د جوند ولسوالي اړوند «ګزستان» کلي کې رامنځته شوې ده.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ لکناو لوبډله له ممبی سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام لکناو سوپر جاینټز لوبډله له ممبی انډیینز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ «سه‌شنبه د مې ۱۶مه» د لکناو په کورني لوبغالي «بهارت رتنا شري اتل بېهاري وجپايي ایکانا» لوبغالي کې ترسره شي.

له پاکستانه د سپین‌بولدک له لارې درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه په تېرو درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي عزیز سلام‌وطندار ته ویلي چې د روانې غويي میاشتې په ۲۳مه، ۲۴وه او ۲۵مه ۱۴۲ کورنۍ چې ټول ۸۶۰ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دایکندي کې د درېوو جلا پېښو پر مهال درې کسان مړه شوي

د دایکندي د امنیې قومنداني ویاند غلام‌علي جاوید سلام‌وطندار ته ویلي، لومړۍ پېښه چې نن سه‌شنبه د غویي ۲۶مه د یاد ولایت د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالي د «دهن‌بورګه» ولسوالي په یوه کان کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې، پر مهال یې یو کارګر وژل شوی دی.

د انتیک‌فروشي کوڅې د بازار سوړوالی؛ «په دوو میاشتو کې یو پېرودونکی نه راځي»

کله چې د کابل په نوي ښار کې د انتیک‌فروشي کوڅې ته ورشئ، سترګې به مو د ګوتمیو او لاس‌بندونو په څېر پر هغو توکو ولګېږي چې زمرودو، فېروزې او یاقوتو له قیمتي ډبرو جوړ شوي او د پلورنځیو پر الماریو کې اېښودل شوي دي. برنجي سماوارونو، قالینچو او د سینګار نورو توکو بیا دې کوڅې ته نوره ښکلا هم وربښلې ده.