بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د یوه کس له لوري د «قران» سوځول غندلي

د بهرنیو چارو وزارت په سوېډن کې د یوه جومات مخې ته د لوی اختر لمانځه پر مهال د یوه کس له لوري د «قران کریم» سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنج‌شنبه د چنګاښ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه کړنه د اسلام دین او نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

اختر او چمتووالی؛ د کابل اوسېدونکي: امنیتي ځواکونه دې له ګڼې‌ګوڼې ډکې سیمې وڅاري

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي د اختر په درشل کې له امنیتي بنسټونو غواړي چې پلازمېنه کې د احتمالي امنیتي پېښو مخنیوي لپاره چمتووالي ډېر او د خلکو امنیت ټينګ کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالقدیر سلام‌وطندار ته وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې ګڼ‌شمېر خلک جوماتونو او تفریحي ځایونو ته ځي او په وینا یې، د چاودنې او غلاوو پېښو له امله وېره لري.

د اختر شپو او ورځو کې د کابل امنیت لپاره ۱۰زره سرتیري ګومارل شوي

د «۳۱۳ مرکزي» قول‌اردو مرستیال امین‌الله طیب سلام‌وطندار ته ویلي، د اختر شپو او ورځو کې د مرکزي زون په ځانګړې توګه د کابل امنیت خوندیتوب لپاره یې ۱۰زره سرتیري ګومارلي. د نوموړي په وینا، د کابل ښار په کچه «چک‌پواینټونه» ډېر شوي او د اختر پر مهال به ټول امنیتي منسوبین پر خپلو دندو حاضر وي.

د بندخونو چارو د تنظیم اداره: په بندخونو کې هېڅ سیاسي بندي نه لرو

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې د داعشیانو په ګډون، هېڅ سیاسي بندي د دې ادارې په اړوندو بندخونو کې نشته.
د مسوولانو په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له ۱۷ زره او ۶۰۰ ډېر بندیان لري چې شاوخوا ۵۵۰ هغه یې ښځې دي. مسوولان زیاتوي چې د ښځو ډېرې دوسیې د اخلاقي فساد او وژنو دي.

د افغانستان له لارې له ترکمنستانه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ طرحه تایید شوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده سلام‌وطندار ته وايي چې دغه طرحه به په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي توګه پلې او دې موده کې به یې د افغانستان پر کورني بازار د اغېزو تر ارزونې وروسته د دایمي پلي‌کېدو په تړاو ګامونه واخیستل شي.

د کابل اوسېدونکي: د کمزوري اقتصادي له امله اختر ته چمتووالی نه‌لرو

د لوی اختر په رارسېدو سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د جامو او د وچې مېوې پېرلو توان نه‌لري او د اختر ورځو لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولی.

د کابل ښار د «قلعه‌فتح الله» اوسېدونکی صبور سلام‌وطندار ته وايي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او له همدې امله راتلونکي لوی اختر لپاره د وچې مېوې اخیستو توان نه‌لري.

د غزني اوسېدونکي: د ښځینه ډاکټرانو کمښت له امله ناروغانې له ستونزو سره مخ دي

د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو کمښت له امله روغتیايي خدمتونو ته د ښځینه ناروغانو لاسرسی محدود شوی. د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې شمس‌العارفین کلینیک د یاد ریاست تر څار لاندې نه دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري فعالیت کوي.

د بلخ دهدادي ولسوالي کې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالي په «کود برق» سیمه کې یې یو ۵۰بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا وايي چې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

لوګر کې پر نس‌ناستې ناروغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

د لوګر د ولایتي روغتون مسوولان وايي، د هوا په ګرمېدو سره دغه ولایت کې پر نس‌ناستې ناروغي د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

دوی زیاتوي چې تېره یوه اوونۍ کې ولایتي روغتون ته ۲۰۰ ماشومان چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته وو، د درملنې لپاره یې مراجعه کړې ده.

عامې روغتیا وزارت ۱۷ ولايتونو کې د سترګو۴۲۰۰ وړیا عملیاتونه کوي

د عامي روغتيا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال تر پایه به د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې په وړیا توګه د سترګو ۴۲۰۰ عملیاتونه وکړي.

د یاد وزارت د سترګو درملنې د امريت امر اغامحمد توتاخېل دغه څرګندونې روزګان ته د سترګو درملنې يوه متخصص ټيم سره د سفر پر مهال کړي دي.

د خبریالانو وزګارتیا او اقتصادي ستونزې؛ «د کابل د مېوو یوه مارکېټ کې کار کوم»

هېواد کې د یو‌شمېر رسنیو خبریالان او کارکوونکي وايي چې د دندو له لاسه ورکولو له امله اړ شوي چې د خپلې کورنۍ اړتیا پوره کولو لپاره درنو او نورو کارونو ته مخه کړي.

محمدحسن شېرزاد چې لس کاله یې په رسنیو کې کار کړی، وايي، د جمهوریت له پرځېدو  او د دندې له لاسه ورکولو سره اړ شوی چې کابل ښار کې ټکسي وچلوي.

بلال کریمي: د افغانستان په تړاو وروستۍ نړیوالې ناستې ا.ا سره سیستماتیک مخالفت دی

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو هېوادونو پرون چهارشنبه د جون ۲۱مه د افغانستان وضعیت په اړه غونډه وکړه.

دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا افغانستان کې د تېرو درېيو مياشتو پر مهال د يوناما موندنو په اړه راپور وړاندې کړ.