حکومتي ادارو د دوو میاشتو پرمهال د رسنیو مرکز کې یوازې درې خبري ناستې جوړې کړي

د سلا‌وطندار د څېړنو پر بنسټ، د وروستیو میاشتو پر مهال د حکومتي ادارو له لوري رسنیو ته د اطلاعاتو د ورکړې کچه خورا محدوده شوې ده.

د څېړنو له مخې، د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز چې د حکومتي ادارو د خبري ناستو اصلي مرکز دی، د تېرو دوو میاشتو پر مهال دغه مرکز کې یوازې درې خبري غونډې جوړې شوې دي.

د کډوالو نړیواله ورځ؛ بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي

د کډوالو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو له ځورونې او نیونې لاسه واخلي.

ملګري ملتونه د کډوالو وضعیت په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه هر کال د جون ۲۰مه د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

بدخشان کې د خلکو په شخصي لګښت ۱۸کیلومټره سړک بیارغول کېږي

د بدخشان د کوهستان ولسوالي اوسېدونکي وايي، د یفتل‌بالا او کوهستان ولسوالیو ترمنځ د نښلېدونکي ۱۸ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.

دغه سړک چې «دربندک» سیمه کې جوړېږي، ۷۰۰زره افغانۍ لګښت پرې راځي چې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي.

میدان‌وردګ کې د هېواد په کچه د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړېږي

د میدان‌وردګ مرکز میدان‌ښار په «کوټه عشرو» سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۷۰۰ جریبه ځمکه د لومړي ځل لپاره د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړېږي.

د ملي پراختیایي شرکت مسوول غیاث‌الدین شریفي میدان‌ښار کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې د ډبرو سکرو دغه مرکز به پر ۷۰۰ جریبه ځمکه جوړ شي چې د ځينو برخو د جوړیدو عملي سروې یې هم پيل شوې ده.

هرات کې د تور زیړي ناروغي ډېره شوې

د هرات یوشمېر اوسیدونکي وايي چې دغه ولایت کې د «هپټایټس بي‌» یا تور زیړي ناروغي ډېره شوې او دې برخه کې له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که د روغتیا اړوند ادارې او مسوولان د یادې ناروغي مخنیوي لپاره اړین اقدامات ونه‌کړي، راتلونکې کې به د یاد ولایت اوسېدونکي د تور زېړي ناروغي له جدي ګواښ سره مخ شي.

د سیګار راپور ته د ا.ا غبرګون؛ «امریکا ممکن یو ځل بیا سیمه بې‌ثباته کړي»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه راپور کې ویلي چې ا.ا له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

سیګار په دې راپور کې د مقاومت جبهه، داعش او القاعدې په څېر وسله‌والې ډلې د ا.ا لپاره یو ګواښ بللی او ټينګار یې کړی چې دې چارې د سیمې هېوادونه له خطر  سره مخ کړي دي.

هلمندي کروندګر: د غنمو ټیټې بیې مو کړي لګښتونه نه پوره کوي

هلمند کې یوشمېر کروندګر وايي چې سږکال دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر کروندګرو پر خپلو ځمکو غنم کري او د وچکالي له امله یې پر خپلو کرل شویو غنمو لوړ لګښتونه کړي، خو اوس یې د پلور ټيټو بیو اندېښمن کړي دي. دوی زیاتوي چې پر خپلو کښتونو یې لوړ لګښتونه کړي دي.

د ننګرهار اوسېدونکي: هره کورنۍ کې له دوو تر پنځو کسان پر ملاریا اخته دي

د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د «ملاریا» ناروغي پراخه شوې او نږدې هره کورنۍ کې له دوو تر پنځو کسان پر یادې ناروغي اخته شوي دي.

دوی زیاتوي چې ډېری خلک د بې‌وزلۍ له امله پر یادې ناروغي اخته د خپلې کورنۍ د غړیو د درملنې توان نه‌لري او له حکومت غواړي چې د ملاریا ناروغي مخنیوي برخه کې اړین اقدامات وکړي.

هرات کې اورلګېدنه؛ مسوولان: هر هټۍ‌وال ته له ۲۰ تر ۳۰زره ډالرو زیان اوښتی

هرات کې د «قصر هرات» سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې له کبله ګڼ‌شمېر هټۍ‌والو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

د یاد سوداګریز مرکز یوه مسوول صفات‌الله مولوي‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي، دغه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنه نن شنبه د غبرګولي ۲۷مه د برښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

د روغتیايي تجهیزاتو له کمښت د بدخشان د بهارک ولسوالي د اوسېدونکو شکایت

 بدخشان بهارک ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي د دغه ولسوالي دولتي روغتون کې د روغتیايي تجهیزاتو او مسلکي پرسونل له کمښت څخه شکایت کوي.

د بهارک ولسوالي یوې اوسېدونکې سحر سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې ولسوالي ناروغان او ناروغ لرونکي د روغتیايي خدمتونو برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هېواد کې د بانکونو پېرودونکي: بانکونو کې مو پیسې برمته نیول شوي

په هېواد کې د یو‌شمېر خصوصي بانکونو پېرودونکي وايي چې له خپلو بانکي حسابونو په اوونۍ کې یوازې یو یا دوه ځله تر ۱۰۰ ډالرو پورې رااېستلی شي او اړوند بانکونه له دې زیاتې پیسې نه ورکوي. د میوند خصوصي بانک یوه پېرودونکي ممتاز سلام‌وطندار ته وویل چې اوونۍ کې یو یا دوه ځله له خپل بانکي حساب څخه تر ۱۰۰ ډالره رااېستلی شي.

مجبوریت او بې‌وزلي؛ کابل کې د لاسي‌توکو پلورونکې: اوبه پلورم، خو څوک یې نه‌اخلي

د کابل پر سړکونو د لاسي‌توکو یوشمېر ښځینه پلورونکې وايي، د وزګارتیا، بې‌وزلي ډېرېدو او سرپرست نه‌لرلو له امله اړ شوي چې په لارو او کوڅو کې لاسي‌توکي وپلوري. معصومه چې د کابل په یوه څنډه کې ماسک پلوري، سلام‌وطندار ته وايي، د کارموندلو لپاره یې د کابل ښاروالي ترڅنګ د بېلابېلو دفترونو ور ورټکولی، خو په وینا یې، چا یې غږ نه دی اورېدلی.

د سلام‌وطندار موندنې؛ هېواد کې یوازې یو د «امن کور» فعال دی

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ هېواد کې د مخکیني حکومت پر مهال د ښځو لپاره د رامنځته شویو ۲۷ امن کورونو له ډلې یې اوس یوازې یو فعال دی او پاتې نور یې تړل شوي دي.

سلام‌وطندار دغه موندنې د مخکیني حکومت پر مهال د امن کورونو یا د ښځو ملاتړو مرکزونو د مخکینیو مسولانو سره د مرکو له لارې ترلاسه کړي دي.

دایکندي کې ناپېژنده ناروغیو لسګونه غواګانې له‌منځه وړي

د دایکندي په ځینو ولسواليو کې يوشمېر مالداران وايي چې د نامعلومو ناروغيو د خپرېدو له امله یې لسګونه څاروي له‌منځه تللي دي.

د دایکندي د «سنګ‌تخت» او بندر ولسوالي اوسېدونکي رحمت سلام‌وطندار ته وویل چې د څارویو ناروغاي ډېره شوې او په وینا یې، درمل هم نه‌لري چې درملنه یې وکړي.

لوګر کې د تېرو کلونو په پرتله د څارویو څړځایونه ښېرازه شوي

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي، سږکال دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله څړځایونه ښیرازه شوي او د تېرو کلونو په پرتله سږکال یاد ولایت ته دوه برابره کوچیان او مالداران ورغلي دي. د لوګر د خوښۍ ولسوالي یو مالدار خیال‌محمد وایي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله غرونه او دښتې د زیات اورښت له امله ښيرازه شوي.