د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د «ملاریا» ناروغي پراخه شوې او نږدې هره کورنۍ کې له دوو تر پنځو کسان پر یادې ناروغي اخته شوي دي.

دوی زیاتوي چې ډېری خلک د بې‌وزلۍ له امله پر یادې ناروغي اخته د خپلې کورنۍ د غړیو د درملنې توان نه‌لري او له حکومت غواړي چې د ملاریا ناروغي مخنیوي برخه کې اړین اقدامات وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار مرکز جلا‌اباد ښار اوسېدونکي عامر سلام‌وطندار ته وویل، که حکومت او عامې روغتیا وزارت دغه ولایت کې د یادې ناروغي مخه ونه نیسي، ښايي پر اوبا بدله شي.

هغه وویل: «د ملاریا ناروغي کچه زیاته شوې. حکومت باید ټولو خلکو ته پشه‌خانې ورکړي، څو خلک له ملاریا څخه وژغورل شي، اوس په هر کور کې څلور یا پنځه کسان پر ملاریا اخته دي.»

په ورته وخت کې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالي اوسېدونکی زبیر وايي، د کورنۍ نږدې ټول غړي یې پر ملاریا اخته شوي او له حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي. نوموړي وویل: «هره ورځ ډاکټر ته ناروغان ور ولم، خو درمل کار نه ورکوي، هره ورځ مو کور کې درې- څلور ناروغان وي، دولت باید زموږ ستونزې ته پام وکړي.»

په ختیځ زون کې د ملاریا ناروغي پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان تاییدوي چې سږکال ننګرهار کې دغه ناروغي ۵۰سلنه زیاته شوې ده.

ختیځ کې د ملاریا پر وړاندې د مبارزې مسوول سیدعبدالله بریالی سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت په ګوشتې، مومند درې، شینواري، بټي‌کوټ، کامې، سره رود، بهسود او اچین ولسوالیو کې د ملاریا ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

هغه وویل: «د ملاریا او نورو لېږنده ناروغي ختیځه حوزه کې زیاتې شوې، علت دا دی چې پخوا وچکالي وه او اوس بارانونه، دویم دلیل یې سیاسي بدلون و چې دلته یې پر کار ناوړه اغېز وکړ.»

عبدالله بریالیی زیاتوي چې د اوس لپاره د ملاریا پر وړاندې پر خلکو د درملو وېش ناشونی دی او په وینا یې، ډېری سیمو کې یې پر خلکو «پشه‌خانې» وېشلي چې و رسره د یادې ناروغي څه ناڅه مخه نیول کېدای شي.

نوموړي وویل: «موږ په تېرو کلونو کې زښتې زیاتې پشه‌خانې وویشلې چې اوس هم د هرچا په کور کې په پاکټونو کې بندې دي، زما هیله دا ده چې خلک له پشه‌خانو څخه ګټه واخلي.»

ننګرهار کې د ملاریا پېښو زیاتېدو په اړه دغه اندېښنې داسې مهال دی چې تېر ۲۰۲۲ کال کې د هېواد په کچه د ملاریا ۹۰سلنه پېښې د هېواد ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې وې چې ۴۴سلنه یې په ننګرهار کې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ملاریا یوه ساري ناروغي ده چې د انافیل ښځینه میاشي د چیچلو له لارې له ناروغ کس څخه روغ کس ته لېږدول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام