د بدخشان بهارک ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د دغه ولسوالي دولتي روغتون کې د روغتیايي تجهیزاتو او مسلکي پرسونل له کمښت څخه شکایت کوي.
د بهارک ولسوالي یوې اوسېدونکې سحر سلاموطندار ته وویل چې د یادې ولسوالي ناروغان او ناروغ لرونکي د روغتیايي خدمتونو برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړې په وینا، روغتون کې د روغتیايي تجهیزاتو نشتون له امله خلک له روغتیايي خدمتونو محروم دي.
هغې وویل: «زه خپله تللې وم، لکه څنګه چې د روغتون امر یوه راډیويي پروګرام کې ویلي و چې د غاښونو برخه فعاله شوې، ولې داسې نهوو، یوازې یې نوم راته ولیکه او بازار ته راجع کړم، بله ستونزه چې موږ لرو، هغه امبولانس دی، ځکه ځینې ناروغان چې ولایتي روغتون ته لېږدول کېږي، یوازې یو امبولانس لري او بل نشته.»
د بهارک ولسوالي یوه بل اوسېدونکي فیضمحمد وویل چې د یادې ولسوالي روغتون ناروغانو ته د رسېدنې توان نهلري. نوموړی د بدخشان له مسوولانو غواړي چې دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.
هغه وویل: «د بهارک ولسوالي دولتي روغتون کې زموږ مهمه ستونزه، د متخصص ډاکټر نشتون دی او دویمه دا ده چې مراجعه کوونکي ډېر دي. کله چې په ډېرو ستونزو روغتون راځي، رسېدنه ورته نه کېږي.»
د بدخشان بهارک ولسوالي د روغتون مسوولان وايي چې دوی د عامې روغتیا وزارت له اصولو سره سم فعالیت کوي. دوی زیاتوي چې له خپلو شته ټولو امکاناتو به استفاده وکړي، څو شپه او ورځ خدمات وړاندې کړي.
د بهارک روغتون امر الله نظر سخي وویل: «د عامې روغتیا وزارت پالیسۍ سره سم کار کوو، امبولانس شته. دویم ګام کې درمل شته او زیات هم دي. هغه خدمات چې موږ یې خلکو ته وړاندې کوو، ستونزه پهکې نشته، هېڅ ستونزه نهلرو.»
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم د بدخشان بهارک ولسوالي اوسېدونکو د یادې ولسوالي دولتي روغتون کارکوونکو له ناسم چلن څخه شکایت درلود.