د مرګونې زلزلې یو کال؛ د ګیان زلزله‌ ځپلي: د یوه کال په تېرېدو لاهم خېمو کې ژوند کوو

د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو په ګډون د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم تېرکال پر همدې ورځ مرګونې زلزلې د سلګونه کسانو ژوند واخیست او د هستوګنې ګڼ‌شمېر کورونه یې ویجاړ کړل. د ګیان اوسېدونکی ګل‌روف وايي، ژمي کې د سړې هوا او اوس د ګرمۍ له امله په ستونزو کې دی.

تېرو نږدې دوو کلونو کې حقوقي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی

د جمهوریت له پرځېدو وروسته د ښځو حقونو ملاتړي بنسټونه د افغانستان حقوقي-اداري جوړښت څخه څنډې ته کړل شوي او حقوقي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی خورا محدود شوی او ځینو برخو کې له‌منځه تللی دی. په ورته مهال د افغانستان محکمو د تاوتریخوالي دیوان چې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو اړوند قضیو ته به یې رسېدنه کوله هم له‌منځه تللی دی.

خاک‌افغان ولسوالي کې د روغتیايي امکاناتو کمښت؛ «عاجل ناروغان مو له لاسه ورکوو»

د زابل خاک افغان ولسوالي مسوولان او روغتیاپالان وايي چې یاده ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو کمښت له امله هغه عاجل ناروغان چې مرکز کلات ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي، د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کندهار کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غنمو حاصلاتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی

 کندهار کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې کروندګر یې راتلونکو کلونو کې د غنمو کښت ته هیله‌مند کړي دي.

د یاد ولایت دامان ولسوالي چې د غنمو کښت له پلوه نوم لري، تېره اوونۍ په‌کې د غنمو لو پیل شوی او لاهم دوام لري.

د سینما تړلې دروازې؛ نږدې دوو کلونو کې له پامه غورځول شوې

افغانستان کې فلم جوړونکي وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا د دغه صنعت لاسته‌راوړنې له‌منځه تللي او له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

کابل کې د فلمونو او سریالانو یو‌شمېر تولیدونکي وايي چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې افغانستان کې سینما او د فلم تولید له پامه غورځول شوی چې په وینا یې، دې صنعت ته نه تګ‌لاره ځانګړې شوې او نه بودیجه ورکړل شوې ده.

حکومتي ادارو د دوو میاشتو پرمهال د رسنیو مرکز کې یوازې درې خبري ناستې جوړې کړي

د سلا‌وطندار د څېړنو پر بنسټ، د وروستیو میاشتو پر مهال د حکومتي ادارو له لوري رسنیو ته د اطلاعاتو د ورکړې کچه خورا محدوده شوې ده.

د څېړنو له مخې، د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز چې د حکومتي ادارو د خبري ناستو اصلي مرکز دی، د تېرو دوو میاشتو پر مهال دغه مرکز کې یوازې درې خبري غونډې جوړې شوې دي.

د کډوالو نړیواله ورځ؛ بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي

د کډوالو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو له ځورونې او نیونې لاسه واخلي.

ملګري ملتونه د کډوالو وضعیت په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه هر کال د جون ۲۰مه د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

بدخشان کې د خلکو په شخصي لګښت ۱۸کیلومټره سړک بیارغول کېږي

د بدخشان د کوهستان ولسوالي اوسېدونکي وايي، د یفتل‌بالا او کوهستان ولسوالیو ترمنځ د نښلېدونکي ۱۸ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.

دغه سړک چې «دربندک» سیمه کې جوړېږي، ۷۰۰زره افغانۍ لګښت پرې راځي چې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي.

میدان‌وردګ کې د هېواد په کچه د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړېږي

د میدان‌وردګ مرکز میدان‌ښار په «کوټه عشرو» سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۷۰۰ جریبه ځمکه د لومړي ځل لپاره د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړېږي.

د ملي پراختیایي شرکت مسوول غیاث‌الدین شریفي میدان‌ښار کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې د ډبرو سکرو دغه مرکز به پر ۷۰۰ جریبه ځمکه جوړ شي چې د ځينو برخو د جوړیدو عملي سروې یې هم پيل شوې ده.

هرات کې د تور زیړي ناروغي ډېره شوې

د هرات یوشمېر اوسیدونکي وايي چې دغه ولایت کې د «هپټایټس بي‌» یا تور زیړي ناروغي ډېره شوې او دې برخه کې له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که د روغتیا اړوند ادارې او مسوولان د یادې ناروغي مخنیوي لپاره اړین اقدامات ونه‌کړي، راتلونکې کې به د یاد ولایت اوسېدونکي د تور زېړي ناروغي له جدي ګواښ سره مخ شي.