Asset 1SWN

صرافان: د نویو چاپ شویو افغاني بانک‌نوټونو پر وېش تجارت روان دی

زړې پیسې-افغانۍ

د هېواد په بازارونو کې د افغاني بانک‌نوټونو له زړښت او ډېروالي د شکایتونو ترڅنګ ځینې صرافان وايي چې د نویو چاپ شویو لس‌ګون او شل‌ګون افغاني بانک‌نوټونو پر وېش تجارت روان دی.

دوی وايي چې د  هېواد په بازارونو کې نوي لس‌ګون او شل‌ګون پنځه لاسه کېږي او په وینا یې، بانکونه هم نوې چاپ شوې پیسې چا ته نه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار یو هټۍ‌وال عبدالودود سلام‌وطندار ته وايي چې نوې چاپ شوې پیسې بازار کې چلښت نه‌لري چې دې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي وویل: «له زړو افغانیو سره په تکلیف یو، ټول یې ستونزو سره مخ کړي یوو، پېرودونکي راسره ډېر جنجال کوي. که شل، لس یا پنځوس افغانۍ چې جېب کې کېږدو، زړې وي یا ورستې شوې وي، جرې کېږي او نه چلېږي.»

په ورته مهال د کابل یو بل هټۍ‌وال راستین بیا له حکومت غواړي چې له بازار څخه زړې افغانۍ ټولې او پر ځای یې نوې پیسې بازار ته وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، بانکونه هم په اسانۍ نوې چاپ شوې افغانۍ نه ورکوي. هغه وویل: «لومړی باید فورم ډک کړې، بیا به یې وړې چې اوکې یې کړي او له هغه وروسته دې پیسې چک کوي او اجرات درته کوي. بانکونه یې باید خپله ووېشي.»

بل‌خوا د کابل ښار یوشمېر صرافان هم وايي چې بانکونه ورته نوې چاپ شوې پیسې نه ورکوي او دوی اړ دي چې نوي چاپ شوي لس‌ګون او شل‌ګون شهزاده سرای څخه وپېري. د دوی په وینا، شهزاده سرای هم پر صرافانو دغه پیسې په لوړه بیه پلوري.

د کابل ښار یوه صراف رحمت سلام‌وطندار ته وویل، هغه نوې چاپ شوې پیسې چې له شهزاده سرای څخه پېري، پر خلکو یې پلوري او تر ۱۰۰۰ افغانیو ګټه په‌کې کوي.

هغه وویل: «صرافانو ته چې نوې پیسې رسېږي، څلور-پنځه لاسه کېږي، هغه پیسې چې موږ له خلکو ټولوو، دوی یې په ارزانه بیه اخلي. موږ له سرای شهزاده څخه ۱۰۰۰ نوې افغانۍ په ۱۲۰۰ اخلو او چې پر خلکو یې پلورو باید په‌کې ۱۰۰ یا ۵۰ یا ۱۰۰۰ افغانۍ ګټه وکړو او که داسې نه وي، موږ زیان کوو.»

خو د افغانستان بانک مسوولان بیا د نویو چاپ شویو بانک‌نوټونو پلور ردوي او وايي چې دې برخه کې هېڅ کمېشن‌کاري نشته او بانکونو کې د نویو چاپ شویو وېش بهیر په عادي توګه روان دی.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌ نوري وویل: «هېواد‌وال کولای چې زړې لس‌ګون او شل‌ګون افغانۍ ټولو بانکونو ته وروړي او پر ځای یې نوې واخلي او پر دې هېڅ فیس او کمېشن نشته. هېواد‌وال باید چا ته کمېشن ورنه کړي او ډېر ژر به د ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو د وېش بهیر هم پیل شي.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان بانک دوه اوونۍ وړاندې د زړو لس‌ګون او شل‌ګون افغانیو د راټولولو او پر ځای یې د نویو چاپ شویو سل‌ګون او شل‌ګون د وېش بهیر پیل کړی، خو هېواد‌وال وايي چې د نویو پیسو چلښت کم او د بانکونو له لوري یې وېش سلیقوي او یا د کمېشن له مخې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام