افغانستان کې فلم جوړونکي وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا د دغه صنعت لاسته‌راوړنې له‌منځه تللي او له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

کابل کې د فلمونو او سریالانو یو‌شمېر تولیدونکي وايي چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې افغانستان کې سینما او د فلم تولید له پامه غورځول شوی چې په وینا یې، دې صنعت ته نه تګ‌لاره ځانګړې شوې او نه هم  بودیجه ورته مشخصه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د سینما یو غړی ارمان جعفري چې څه باندې ۲۰ فلمونو او پنځو سریالانو جوړولو کې یې ونډه لرله، وايي چې اوس د روانو ننګونو له امله د فلم تولید خورا کمرنګه شوس او هېواد کې د فلم تولید یوازې دوه موسسې فعالې دي.

نوموړي وویل: «څو چې مسلکي وو، یا له هېواده وتلي یا د کار اجازه نه‌لري په ځانګړې توګه مېرمنې، د مسلکي لوبغاړو موندل، د جواز اخیستل او د تولید لپاره د سپانسر نشتون د سینما له نورو ستونزو څخه دي.»

د جعفري په وینا، د فلم لپاره د کورنیو مخاطبانو او ځانګړي ځای نشتون له امله یې خپل اهمیت له لاسه ورکړی او د خپرېدو او عاید ترلاسه کولو یوازینی ځای یې یوټیوب دی.

د نمارسانه مسوول سیدمحمدتقي حیدري وویل: «اوسنی وضعیت هیله‌ بښوونکی نه دی. د سینما لپاره تراوسه کوم ځانګړی قانون او روښانه وضعیت نه دی تعریف شوی، د همدې امله هر څوک چې هره برخه کې مصروف دي، روښانه راتلونکی نه ویني.»

د نوموړي په ویناو د افغانستان د سینما ګڼ‌شمېر لوبغاړي او کارکوونکي وزګاره او درې سینماګانې تړل شوي دي.

د افغان‌فلم رییس جاوید افغان وویل: «داستاني سریالونه او فلمونه بودیجې ته اړتیا لري چې اوس موږ هېڅ بودیجه نه‌لرو، یو فلم د احتکار په نوم تر لاس لاندې دی، تراوسه نه دی جوړ شوی. که بودیجه لاس ته راغله، ژمنو چې داستاني، هنري، اسلامي او افغاني فرهنګ سره سم فلمونه او سریالونه جوړ کړو.»

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان کې د سینما صنعت له بندیزونو سره مخ شوی چې اوس په کور دننه ټلوېزیونونه هم د فلمونو او سریالونو د خپرېدو اجازه نه‌لري.

د کندوز د علي‌اباد ولسوالي د یوه کلي اوسېدونکي عبدالله وویل: «د فلمونو او سریالونو په بندېدو سره ناستې او راټولېدنې کمرنګه شوي. ژوند ټولو ته تکراري او له خوښیو خالي شوی دی.»

په همدې حال د بلخ د دولت‌اباد ولسوالي اوسېدونکی غلام‌حیدر چې د ورځې په خپله هټۍ‌ کې کار کوي، وايي، ټلوېزیونونو کې د فلمونو او سریالونو په بندېدو سره، د شېبو ښه تېرېدو او خوښۍ لپاره یې لارې تړل شوي دي.

نوموړي وویل: «ساعت‌تېری وو دا چې له کاره به ستړی راتلم او له خپلې کورنۍ سره به مې یو فلم لیده، وخت به مو ښه تېرېده او ستړیا به مو له هېره وتله.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له کورنیو جګړو مخکې د افغانستان د سینما صنعت ښه وضعیت کې وو چې د جګړو په پیلېدو او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، له رکود سره مخ شوه. که څه هم تېرو دوو لسیزو کې یې د پرمختګ او ودې لپاره چانس وو، خو استفاده نه شو او اوس یوځل بیا له رکود سره مخ شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام