Asset 1SWN

هرات کې د ښځو لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون پرانېستل شو

IMG-20230622-WA0014

هرات کې د لوی اختر رانږدې‌کېدو په مناسبت د سوداګرو ښځو تولیداتو لپاره نن «پنج‌شنبه د سرطان لومړۍ» نندارتون پرانېستل شو چې د پنځو ورځو لپاره به دوام وکړي.

فروزان نېک‌فرجام چې سوداګره ده او خپل تولیدات او په لاس جوړ شوي توکي یې دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي، د دغه ډول نندارتونونو جوړولو څخه هرکلی کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې وویل: «ډېر ښه دی، ځکه خلک عامه پوهاوی نه‌لري او کله چې نندارتون جوړېږي، خلک راځي ترې لیدنه کوي او موږ د دې هیله لرو چې خلک راشي او توکي وپلوري.»

په ورته یوه بله سوداګره حسیبه بیا د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې برخه کې د ورته نندارتونونو جوړول مهم بولي. هغې وویل: «خوښه یم چې دلته داسې نندارتونونه جوړېږي او موږ ته نندارتون برابرېږي او زموږ کاروبار ورسره ښه کېږي او ډېر ښه دی.»

هرات کې د سوداګرو ښځو د تولیداتو لپاره جوړ شوي نندارتون ته راغلې یو‌شمېر مېرمنې، له نورو ښځو غواړي چې د سوداګرو ښځو هڅولو لپاره دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي.

نندارتون ته راغلې مېرمن شریفې وویل: «ښه دی چې کله ناکله ښځو ته د روحیې ورکولو لپاره داسې نندارتونونو څخه لیدنه وکړو، دلته راغلو او د دوی محصولات مو ولیدل، زه له ټولو ښځو غواړم چې دلته راشي او د توکو د لیدو ترڅنګ دې ځینې توکي هم وپېري.»

لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولان له دغه نندارتون څخه د جوړېدو موخه د سوداګرو ښځو اقتصاد ته پرمختګ ورکول بولي.

لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ خونې رییسه ادیبا وايي: «دغه نندارتون د لوی اختر په مناسبت جوړ شوی او ۶۰ غرفي دي چې ښځو په خپل لاس جوړ کړي لاسي صنایعې یې نندارې ته وړاندې کړي، څو خلک راشي او لیدنه ترې وکړي چې انشاالله راتلونکې کې هم د ښځو اقتصاد ودې لپاره پروګرامونه لرو.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېرو نږدې دوو کلونو کې دا د سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو شپاړسم نندارتون دی چې د هغوی د اقتصادي پرمختګ په موخه هرات کې جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام