د خوست غلام‌خان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګرۍ کچه ۵۰سلنه کم شوې

د خوست مسوولان او سوداګر وايي چې دغه ولایت کې د غلام‌خان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰سلنه کمه شوې ده.

دوی وايي، ډېری هغو سوداګرو چې خپل سوداګریز توکي به یې پر دې لاره وړل او راوړل، د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې غوره کړي دي.

کورنیو چارو وزارت: تېرکال مو ۹۷۰۰کسان د نشه‌يي توکو قاچاق په تور نیولي

د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت چارواکي سلام‌وطندار ته وايي چې په تېرکال کې یې د ۲۳زره عملیاتو پرمهال د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور ۹۷۰۰ کسان نیولي دي.

د یاد وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس حسیب‌الله احمدي وايي، تېرکال کې یې ۱۳زره هکتاره ځمکه د نشه‌يي توکو له کښت څخه پاکه کړې.

هرات کې کلي‌والې مېرمنې: د عاید یوازینۍ سرچینه مو کرنه ده

د هرات د لروپرتو کلي‌والو سیمو یو‌شمېر مېرمنې وايي چې د عاید یوازینۍ سرچینه یې کرنه ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.

دوی په خپلو سیمو کې د نارینه‌وو په څېر، پر کروندو کې پر کار بوختې وې او په وینا یې، دې برخه کې یې معیاري روزنه نه‌ده ترلاسه کړې او د کورنۍ له مشرانو یې زده‌کړې.

هرات کې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوه

د ټرافیک عمومي رییس حسیب‌الله مختار دغه ولایت ته د سفر پرمهال ویلي چې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ له کابله پیل او د شمالي ولایتونو ترڅنګ، کندهار او ننګرهار کې هم روانه ده. د مختار په وینا، د هرات سربېره د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو بهیر د دغه ولایت څنګ‌ لوریو ولایتونو غور، بادغیس، فراه، دایکندي او نیمروز هم پیل شوی چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به دوام وکړي.

له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو حل په اړه د سوداګرۍ او پانګونې خونې هیله‌مندي

د ا.ا مسوولان وايي، له پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو ستونزو وروسته له دغه هېواد سره ځینو هوکړو ته رسېدلي دي.
د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د شویو هوکړو پر بنسټ، دواړه لوري به د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

کابل کې د خیاطانو کاروبار ۷۰ سلنه زیات شوی

په کابل کې یوشمېر خیاطان چې د نارینه‌وو جامې ګنډي وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې یې کاروبار تر ۷۰ سلنې ښه او زیات شوی دی.
جمال‌الدین چې شل کاله کېږي د کابل ښار په بهارستان کې د جامو ګنډلو دوکان لري وايي، د اختر په را نږدې کېدو سره یې کارونه زیات شوي او تر نیمو شپو جامې ګنډي.

اقتصاد وزارت: د حکومت له هوکړې پرته په نادولتي موسسو کې د حکومتي کارکوونکو ګومارل بند دي

د اقتصاد وزارت تازه په یوه مکتوب کې له نادولتي موسسو څخه غوښتي چې د حکومتي ادارو کارکوونکي د اړوندې ادارې له هوکړې پرته ونه ګوماري.
یاد وزارت د دې پرېکړې لامل تر ټاکلې مودې پورې د دولتي کارکوونکو د کار بشپړېدل او د ناسوبتیا او جرم له کبله د دولتي ادارو د ګوښه شویو کارکوونکو د ګومارل کېدو مخنیوی بولي.

شمالي ولایتونو کې د ټکسي رنګ بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل شو

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې له کابل وروسته یې په شمالي ولایتونو کې هم د ټکسي بدلولو طرحې د عملي کېدو بهیر پیل کړی دی.
د ټرافیکو عمومي رییس حسیب‌الله مختار پرون (د وري نهمه، د پنجشنبې ورځ) بلخ ته د سفر پر مهال ویلي چې یاد بهیر په رسمي ډول په شمالي ولایتونو کې هم پیل کړی دی.

د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک شو

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې او ګاما ګروپ شرکت د خواف‌-‌هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز جوړولو قرارداد لاسلیک کړی دی. دغه قرارداد د وري میاشتې په نهمه، د پنجشنبې ورځ لاسلیک شوی دی.

ای‌او‌اېم: د افغانانو عاید کم شوی؛ م.جاهد: د وزګارتیا مهار لپاره هڅې روانې دي

د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانانو د عاید سرچینې کمې شوې یا له‌منځه تللي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د افغانانو اېستلو لړۍ، افغانستان کې د وزګارتیا ناورین پراخ کړی او تر ټولو ډېر زیان یې هم ښځو او ماشومانو ته اړولی دی.

د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ څه باندې ۶۰سلنه ښځې د غوراوي له حق محرومې دي

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ، د سلام‌وطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه‌لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي، په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی.

د دشت‌قلعه اوسېدونکي: د اوبو کمښت د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي یوو

د تخار د دشت‌قلعه ولسوالي د «لایقه‌» کلي یوشمېر اوسېدونکي وايي، د خپلو کرنيزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو کمښت سره مخ دي.

دوی وایي، د اوبو د کمښت له امله د دې کلي يوشمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او نورو ولايتونو او یا بهر ته کډه شوي دي.

ای‌او‌اېم: ۲۰۲۳ کې څه‌باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال د کډوالۍ پر لارو مړه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۶۳زره کډوال خپل منزل ته له رسېدو وړاندې وژل/مړه شوي او یا هم ورک شوې دي. دغه راپور  چې د روانۍ اوونۍ «سه‌شنبه، مارچ ۲۶مه» خپور شوي، همداراز په‌کې ویل شوي چې یوازې ۲۰۲۳کال کې یو زرو او ۱۸۱ افغان کډوال د ناقانوننه کډوالۍ لاره کې مړه شوي یا ورک شوي دي.

ملګروملتونو د افغانستان لپاره د پنځه میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتوت د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره  لیدلي دي.

نوموړي دې لیدنه کې ویلي، یاد سازمان په پام کې لري چې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د درې میلیارد ډالرو غوښتنې ترڅنګ، د ظرفیت لوړولو برخه کې هم د دوه میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.

روژه او د توکو لوړې بیې؛ د کندهار ښاروالي: لسګونه هټۍ مو وتړلې

وروسته له هغې چې کندهار کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د لوړو بیو له امله د خلکو شکایتونه ډېر شول، د کرنې او ښاروالي مسوولانو هغه هټۍ چې په لوړه بیه یې توکي پلورل، وتړلې. د کندهار اوسېدونکو شکایت کاوه چې روژه کې هټۍ‌وال په لوړه بیه توکي پلوري او هغه غوښه چې په قصابیو کې پلورل کېږي، معلومه نه‌وي چې د کوم څاروي غوښه ده.