د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان: د هرات والي دروغ وايي

د هرات والي عبدالصبور قانع پرون په یوه خبري غونډه کې سلما بند ته د پېښو امنیتي ګواښونو د رد ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د دغه بند د ساتنې لپاره به ټول امکانات وکاروي.
هغه سلما بند ته د پېښو امنیتي ګواښونو خپرېدل د دښمن تبلیغات یاد کړل او په وینا یې، د یاد بند د ساتنې لپاره لازم ځواک شته او که نورو ځواکونو ته اړتیا پیدا کړي، ور وبه یې لېږي.

د سلما بند د امنیت ټینګښت په اړه د چارواکو ډاډ

د هرات والي عبدالصبور قانع وايي چې د لا ښې همغږۍ او مدیریت لپاره یې د دغه ولایت د چشت ولسوالي په مرکز کې مېشت ځواکونه یې دویم ځای ته لېږدولي دي. هغه سلما بند ته پېښ ګواښونه نه مني او په وینا یې، دا د دولت د مخالفانو شایعات دي. نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې یاد بند خوندي دی او لازم ساتونکي لري، خو په خبره یې، که په دې برخه کې نورو سرتېرو ته اړتیا شوه، ور وبه یې لېږي.

د سلما بند د ساتنې پر مرکز د طالبانو برید؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي

د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله محمد همدرد وايي، طالب وسله‌والو نن سهار د یاد بند د ساتنې پر مرکز چې د هرات د چشت ولسوالي په لوېدیځ کې پروت دی، برید کړی دی.
د نوموړي په وینا، په دغه برید کې د سلما بند ۱۶ امنیتي ساتونکي وژل شوي او مرکز یې هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

کابل کې د دویم لاس توکو د پلورونکو کاروبار پیکه شوی

د زړو یا دویم لاس توکو پلور په لویو ښارونو کې ښه بازار لري او ځینې وخت د ټولنې بې‌وزله کسان چې په پلورنځيو کې د اړتیا وړ توکي نه شي رانیولی، کولای شي چې هماغه جنس په نیمه بیه د زړو یا دویم لاس توکو له پلورنځیو څخه راونیسي.

نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۳۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون له افغانستان سره د نړیوالې پراختیا ادارې ۱۳۲ میلیونه ډالره وړیا مرسته تصویب کړې ده.
نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې پیسې به د بنسټیزو اصلاحاتو پروسې د دوام، د دولتي ادارو د لګښتونو او مالي روڼتیا، د حکومتولۍ پیاوړتیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې له لارې د افغانستان اقتصادي ودې ته د رسېدو په برخه کې ولګول شي.

ټرانسپورټي او باروړونکي شرکتونه: د «ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا» ناقانونه اخاذۍ اخلي

نن د یو‌شمېر ترانسپورټي او باروړونکو شرکتونو مسوولانو په یوې اعتراضیه غونډه کې د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا پر لویو لارو کې د اخاذۍ پر اخیستلو تورونه کړه او وویل چې دغه شورا په ناقانونه توګه له موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي.

پکتیا کې د مېرمنو لپاره د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو غوښتنه

یو‌شمېر مېرمنې په پکتیا ولایت کې له حکومت څخه د دوی لپاره د سوداګریز مارکېټ د جوړېد غوښتنه کوي. دغه مېرمنې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله وړاندې ورسره ژمنه کړې چې ګردېز ښار کې به د دوی لپاره یو سوداګريز مارکيټ جوړوي، خو د درېو کلونو په تېرېدو سره دغه ځانګړی مارکيټ نه‌دی جوړ شوی.

امریکا له افغانستان سره ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې هېواد یې له افغانستان سره شاوخوا ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته کوي. نوموړي پرون پر خپل ټویټر لیکلي چې یادې مرستې به د افغانستان له نړیوالو بشردوستانه شریکانو سره همکاري وکړي، څو د شاوخوا ۱۸ میلیونه اړمنو افغانانو، په تېره بې‌ځایه شویو لاسنیوی وکړي.

پاکستان او چین په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په څلورمه درې اړخېزه غونډه کې د دې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د هراړخیز اوربند، د سولې خبرو بیا ځلې پیل او د تلپاتې سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه. دغه ناسته پرون د چین په کوربه‌توب په انلاین بڼه جوړه شوې وه.

په هرات ګمرک کې د پراخ فساد له امله د سوداګرو اعتراض

نن د هرات ولایت د ګمرکونو ریاست مخې ته د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د زعفران‌کارانو ټولنې، سوداګرو مېرمنو او د مدني ټولنو یو‌شمېر غړو په یوې خبري ناسته کې د هېواد په ګمرکونو په ځانګړې توګه د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد له امله، خپل اعتراض څرګند کړ.

حکومت د اسلام‌قلعه ګمرک د اورلګېدنې په پېښه کې زیانمنو شویو ته غرامت ورکوي

د هرات ولایت په اسلام قلعه ګمرک کې د زیانمنو شویو موټرچلوونکو استازي بصیر ارین نن په دغه ولایت کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې له درې نیمو میاشتو عدالت غوښتنې وروسته په دې بریالي شوي چې دوه ورځې وړاندې له دولت سره هوکړې ته ورسېږي او په وینا یې، دولت دا منلې چې زیانمنو شویو موټرچلوونکو ته به د غرامت په توګه ۸میلیونه ډالر ورکوي.