امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي
نږدې یوه میاشت وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړې، کابل کې د خصوصي سکتور مسوولان وایي چې د پیسو کنګل کېدو سره اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي.
نږدې یوه میاشت وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړې، کابل کې د خصوصي سکتور مسوولان وایي چې د پیسو کنګل کېدو سره اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکارعبدالباسط انصاري وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی، له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼشمېر کورنۍ کابل ته راکډه شوي او د ښار په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای شوې دي چې هڅه کوي بېرته یې خپلو سیمو ته ستنې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانیو استازیو محمود صیقل او دوکتور روان فرهادي، په ترکیې، اسپانیې او هند کې مخکینی افغان سفیر مسعود خلیلي، او په اروپايي ټولنه کې مخکیني استازي همایون تندر د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوترش ته یو لیک لیکلی او پکې یې له امنیت شورا غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان تیري ته رسېدنه وکړي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه افغانانو د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو په اعتراض کې د آزادۍ په شعار سړکونو ته راوتلي دي. دغو اعتراض کوونکو په افغانستان کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه وغندله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دي د جنایت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.
په بامیانو کې د اغا خان د پراختیا بنسټ د روغتیايي خدماتو مسوول حسین مستمندیار وایي چې له افغانستان سره د نړۍوال بانک د مرستو درېدل، په دغه ولایت کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې برخه د بودیجې له کمښت سره مخ ده.
نږدې یوه میاشت کېږي چې طالبانو پر هېواد ولکه خپله کړې چې له امله یې د هېواد په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې په بغلان ولایت کې بانکونه تړلي چې دغې چارې د یاد ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د بغلان اوسېدونکي وایي چې دې ته اندېښمن دي چې پیسې به یې له بانکونو ورکې شي. دینمحمد چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وايي، د دوه میاشتو معاش یې په بانکي حساب کې دی او نه دی بریالی شوی چې خپلې پيسې ترلاسه کړي
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي مجید تختروانچي پرون د دغه سازمان په غونډه کې وویل، که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د ایران دولت به یې په رسمیت وپېژني. هغه ویلي، طالبان باید د ټاکنو له لارې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو، په ټاکنو کې د ښځو ګډون او د قومي، ژبني او مذهبي لږکیو حقونو ته ژمن واوسي او په عمل کې یې ثابت کړي.
د بریکس غړو هېوادونو روسیې، هند، چین، برازیل او سوېلې افریقا پرون د افغانستان په اړه ان لاین غونډه جوړه کړې وه او په دغه ناسته کې یې وویل چې طالبانو د خپلو څرګندونو خلاف ټول ګډونه حکومت نه دی جوړ کړی.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام وړاندوینه کړې، که چېرته په افغانستان کې روان ناورین له منځه لاړ نه شي، د دې احتمال شته چې د دغه هېواد نږدې ۹۷ سلنه نفوس د بېوزلۍ له کرښې لاندې راشي.د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو .ځانګړې استازې دېبرا لاینز وایي، د دغه هېواد د پیسو کنګل کولای شي افغانستان د بېوزلۍ له ناورین سره مخ کړي
د طالبانو له لوري د کابینې له اعلان وروسته نن په کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې وویل چې طالبانو په خپله کابینه کې د ښځو چارو وزارت لغوه کړی دی.
د طالبانو له لوري د پلازمېنې کابل او ولایتونو له نیولو درې اوونۍ وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پرون په یوې خبري غونډه کې د طالبانو د نوي حکومت او د سرپرستې کابینې نوملړ اعلان کړ. د یاد نوملړ پر اساس، ملا محمدحسن آخوند د ریاست الوزرا سرپرست، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. د دې ترڅنګ، د ۱۹ وزارتونو لپاره سرپرستان هم د طالبانو له لورې معرفي شوي دي.
پرون د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې خبري ناسته کې د طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ورسره په کور دننه او له هېواده بهر یې د ګڼشمېر سیاستوالو، د چارو شنونکو، د طالبانو ضد اړخونو او ځینو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي. له هېواد بهر یوشمېر سیاسي شنونکو ویلي، د طالبانو کابینه د دې واقعیت ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت پرته له خپلو کسانو د بل چا زغم نه لري.
د افغانستان د ورځپاڼو ټولنې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د نیول شویو خبریالانو د بېرته خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
په پروان ولایت لسګونه ځوانانو او مدني فعالانو نن له غرمې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان د پوخي لاس وهنې په اړه لاریون وکړ.
طالبانو پرون ماښام خپله سرپرسته کابینه او ورسره یې په افغانستان کې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د طالبانو د سرپرستې کابینې نوملړ چې ۳۳ کسان پکې شامل دي، پرون ماښام د طالبانو د ویاند له لوري په یوې خبري غونډه کې اعلان شوه. د طالبانو د ویاند د اعلان پربنسټ، ملا محمدحسن آخند له دوو مرستیالانو سره د نوي سرپرست حکومت د وزیرانو رییس ټاکل شوی دی.
وروسته له هغې چې پر پنجشېر ولایت د طالبانو په عملیاتو کې د پاکستان د پوځي بېپیلوټه الوتکې د بریدونو خبرونه خپاره شول، نن په کابل او د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان پر ضد په سلګونه کسانو پراخ لاریونونه وکړل.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون