ډیبورا لاینز نړۍ ته: افغانان یوازې مه پرېږدئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې یې ویلي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید افغانان یوازې پرې نه ږدي.
هغه وايي، په افغانستان کې د ژمي موسم را روان دی او خلک یې نه یوازې له یخنۍ، بلکې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ دي. لاینز زیاتوي، د افغانستان اقتصادي وضعیت په سقوط کېدو دی او نړیوال باید له افغانانو سره د پام وړ مرستې وکړي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر: نړیوال اېتلاف د افغانستان د وضعیت مسوول دی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون ورځ بروکسیل کې د اروپایي ټولنې چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، افغانستان کې د اوسني وضعیت او د هر ډول رامنځ ته کېدونکي ناورین مسوول د هغه نړیوال اېتلاف غړي هېوادونه دي چې افغانستان کې ښکېل وو.

د امریکا کانګرس ته د متقي لیک: د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړئ

نږدې درې میاشتې وړاندې هغه مهال چې طاالبان واک ته ورسېدل، د امریکا له لوري د افغانستان بانک شتمني کنګل شوې چې اوس د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یاد هېواد کانګرس ته په یوه لیک کې د دغو پیسو د ازدېدو غوښتنه کړې. په دغه لیک کې راغلي، که د امریکا بندیزونه همداسې دوام وکړي، د افغانستان خلک به له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

کندوز کې انسان تښتوونکو یو ډاکټر تښتولی

د کندوز ښار په اړوند سیمه کې انسان تښتونکو د هوشنګ رستاقي په نوم یو ډاکټر له کوره اېستلی او له ځان سره یې بېولی دی. د یاد ډاکټر وراره ثناء‌الله رستاقي پر خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې پرون انسان تښتونکو د هغه تره پروفیسور هوشنګ رستاقي د کندوز ښار له «رستاق‌اباد» سیمې څخه له ځان سره بېولی دی. پروفیسور هوشنګ رستاقي د جلدي او زهروي ناروغیو متخصص دی او له دوو لسیزو راهیسې په کندوز ولایت کې یې فعالیت کاوه.

شنونکي: افغانستان ته د ګاونډیو هېوادونو د پلاویو سفرونه بې ګټې دي

پرون ورځ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی او له یو‌شمېر افغان چارواکو سره یې کتلي دي. قمي ځینو رسنیو ته ویلي، هیله لري په افغانستان کې داسې یو ګډ حکومت جوړ شي چې د ټولو په خوښه وي.

یونیسف: په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ناهیلی کوونکی دی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې له وروستي یوه کال راهیسې په افغانستان کې د ماشومان وضعیت ناهیلی کوونکی شوی دی. یونیسف نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جګړې، وچکالۍ او کورونا ویرووس، دغه وضعیت رامنځ ته کړی دی.

سبا په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي

 د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورت ریاست په کندوز، هرات، کندهار، خوست، ننگرهار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له پیل څخه خبر ورکوي. د اسلامي امارت د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم‌ګل حقاني نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر ځکه پیلوي چې د کابل په پاسپورټ ریاست کې ګڼه ګوڼه راکمه کړي.

قطر د یوې هوکړې له مخې په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتنه کوي

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې امریکا او قطر د یوې هوکړې له مخې سره  سلا شوي چې دغه هېواد به په افغانستان کې د امریکا ګټې خوندي کوي او په دوحه کې به د واشنګټن د ډيپلوماتیکو ګټو استازیتوب کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین پرون له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني سره د «د ساتنې واک» سند لاسلیک کړ.

یو‌شمېر هېوادوال د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي

که څه هم اوس د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د ستنو او کارکوونکو پر وړاندې ټول امنیتي ګواښونه له منځه تللي، خو لا هم هېوادوال په هېواد کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت څخه شکایت کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې ۱۲میلیونه کسانو ته خوراکي مرستې وېشلي

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې یوازې یې د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې له ۱۱.۸ میلیونه کسانو سره خوراکي مرسته کړې ده. په اسیا کې د دغه سازمان استازولۍ نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د اکتوبر په میاشت کې له ۵.۱ میلیونه کسانو سره، د سپټمبر په میاشت کې څلور او ۱.۳ میلیونه کسانو ته په اګسټ میاشت کې مرستې شوې .

اسلامي امارت پوځي محکمه جوړه کړه

د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړی چې د «شرعي نظام ټينګښت»، «د الهی احکامو پلي کول» او د «ټولنې اصلاح» لپاره یې د سرپرست حکومت په تشکیل کې پوځي محکمه جوړه کړې ده. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه پوځي محکمه د اسلامي امارت د رهبر هبت‌الله اخوند‌زاده د فرمان پراساس رامنځ ته شوې.