
د لغمان یوه زیارت کې ۳۰۰کلن لرغوني اثار موندل شوي
لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۳۰۰ کلن، ۱۳ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي دي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي وایي چې د دې ولایت په علیشنګ ولسوالي میا احب دېرې زیارت کې ۱۳ قلمه تاریخي اثار ترلاسه او د دې ولایت موزیم ته لېږدول شوي دي.














