د بلخ اوسېدونکو د نوروز جشن لپاره چمتووالى نيولى

د بلخ اوسېدونکو د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم د نوي لمریز کال نمانځلو ته چمتووالی نیولی دى. دوی وایي، تمه لري چې اسلامي امارت ورته د نوي کال د نمانځنې مراسمو، د جنډې پورته کولو او د ګل‌سرخ مېلې اجازه ورکړي.

جوزجان کې یو ځوان د قران‌کریم نسخه یې په لاس لیکلې

د هرات، بلخ، فارياب او بادغيس ولايتونو يو شمېر فرهنګیان، ليکوالان، ديني علما، قومي مشران او ځوانان نن د جوزجان ولايت په اقچې ولسوالي کې د دغه ولسوالي د يوه ځوان له خوا د قران‌کريم د نسخې لیکلو د مخکتنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

مجاهد: د لرغونو اثارو ساتني او د هغه د قاچاق مخنیوي ته ژمن یوو

د اسلامي امارت مسوولانو نن « کب ۲۰مه» د تاریخي، ملي او فرهنګي اثارو د ساتنې ورځ او د افغان هنرمندانو د لاسي صنایعو نندارتون د پرانیستلو نمانځنه وکړه. جوړو شویو مراسمو ته د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ذبیح‌الله مجاهد وویل، د افغانستان لرغوني اثار د هېواد د هویت، فرهنګ او ملي ارزښتونو ښکارندوی دی.

د «سرخ‌سالي» سریال مخکتنه وشوه

د « سرخ‌سالي» سریال چې افغانستان کې لومړنی تاریخي سریال دی، پرون یې په کابل کې د فرهنګیانو او سینماګرانو په ګډون غونډه کې مخکتنه وشوه.

د هېواد نامتو سندرغاړی استاد ګل‌زمان ومړ

د هېواد د محلي سندرو نامتو سندرغاړی او د «موسیقۍ بابا» استاد ګل‌زمان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۲ کالو په عمر ومړ. یوې سرچینې تایید کړې چې نوموړی بېګاه شپه په روغتون کې مړ شوی دی. استاد ګل‌زمان د افغانستان د موسیقۍ وتلې څېره وه چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې زمزمه کړي دي. نوموړي په کال ۱۳۴۳ کې په لومړي ځل په رسمي توګه د افغانستان راډیو ټلوېزیون کې په سندرو ویلو پیل وکړ.

پکتيا کې د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوی

د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د کتاب پلورنځيو مسوولان وايي چې د تېر په پرتله يې د کتابونو پېر او پلور ۸۵سلنه راکم شوی دی. دوی زیاتوي چې هېواد کې د سياسي بدلون سره د کتاب پېرودونکي کم شوي او په بازارونو کې د کتابونو د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی.

په جوزجان کې د غربي جامو پر پېر او پلور بندیز ولګېد

د جوزجان امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس مولوي محمد‌ياسين وقاص، پرون د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار له هټیوالو او پلورنځیو څخه د لیدنې پر مهال وویل، د لوېدیځو هېوادونو د جامو پېر او پلور په هېواد کې د بهرني فرهنګونو د ترويج لامل کېږي او د اسلامي شريعت له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

کابل کې د «چهار مغز» ګرځنده کتابتون خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل

که څه هم په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله پوهنیز نظام له ګڼو ننګونو  سره مخ شوی او یاد وضعیت د زده‌کوونکو پر روحیه منفي اغېر کړی، خو  په کابل کې د «چهار مغز» په نوم یوه ګرځنده کتابتون د ماشومانو د لیک-لوست زده‌‌کړې په موخه  خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل.