
لوګر کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه
د لوګر د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره دا ځل د ګڼشمېر شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ مینهوالو په ګډون په امن او خوندي فضا کې جوړه شوه.

د لوګر د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره دا ځل د ګڼشمېر شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ مینهوالو په ګډون په امن او خوندي فضا کې جوړه شوه.

فراه کې د «فریدون کلا» د دغه ولایت له لرغونو ځایونو څخه شمېرل کېږي چې نږدې ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري او د افغانستان او ایران په جغرافیه کې د لرغوني سیستان ښکارندويي کوي.

دا لومړی اختر دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېوادوالو له خوا لمانځل کېږي، خو په ځینو ولایتونو کې د تېر په څېر د کوچني اختر لمانځنه نه کېږي او د خلکو چمتووالی هم پیکه شوی دی.

د هرات اوسېدونکي او فرهنګیان وايي چې د دغه ولایت له ۶۰سلنه ډېر تاریخي ځایونه ویجاړ شوي او که بیارغاونې ته یې پام ونه شي په بشپړ ډول به لهمنځه ولاړ شي. هغوی وایي، د تاریخي اثارو او ځایونو شتون د هېواد د هویت ښکارندوی کوي او له مسوولانو څخه غواړي چې د دغو لرغونو ځایونو ساتنه وکړي.

د بادغیس د مدني ټولنو د بنسټونو شبکې له ورزشي ادارو سره په همغږۍ بادغیس کې د «اخوت او ورورولۍ» تر نوم لاندې جشن جوړ کړی دی.

په افغانستان کې د کولالۍ یا د «خټینو لوښو د جوړولو» صنعت تاریخي مخینه لري او د هېواد د لرغوني تاریخ یوه برخه ګڼل کېږي، خو اوس یې د پېر بازار پیکه شوی دی.

د افغان او ایراني انځورګرانو لومړنی ګډ نندارتون د یکشنبې په ورځ په هرات کې د «بوی جوی مولیان » تر نامه لاندې جوړ شو. په دې نندارتون کې د افغان او ایراني انځورګرانو اثار نندارې ته وړاندې شو.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو له «نوروز» یوه ورځ وړاندې ویلي وو چې د دې ورځې د نمانځنې مخه نیسي، خو د هېواد په ډېری ولایتونو کې خلکو د وېرې او کمزوري اقتصاد له امله د نوروز جشن نه دی نمانځلی.

د بلخ اوسېدونکو د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم د نوي لمریز کال نمانځلو ته چمتووالی نیولی دى. دوی وایي، تمه لري چې اسلامي امارت ورته د نوي کال د نمانځنې مراسمو، د جنډې پورته کولو او د ګلسرخ مېلې اجازه ورکړي.

د هرات، بلخ، فارياب او بادغيس ولايتونو يو شمېر فرهنګیان، ليکوالان، ديني علما، قومي مشران او ځوانان نن د جوزجان ولايت په اقچې ولسوالي کې د دغه ولسوالي د يوه ځوان له خوا د قرانکريم د نسخې لیکلو د مخکتنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د اسلامي امارت مسوولانو نن « کب ۲۰مه» د تاریخي، ملي او فرهنګي اثارو د ساتنې ورځ او د افغان هنرمندانو د لاسي صنایعو نندارتون د پرانیستلو نمانځنه وکړه. جوړو شویو مراسمو ته د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ذبیحالله مجاهد وویل، د افغانستان لرغوني اثار د هېواد د هویت، فرهنګ او ملي ارزښتونو ښکارندوی دی.

د « سرخسالي» سریال چې افغانستان کې لومړنی تاریخي سریال دی، پرون یې په کابل کې د فرهنګیانو او سینماګرانو په ګډون غونډه کې مخکتنه وشوه.

د هېواد د محلي سندرو نامتو سندرغاړی او د «موسیقۍ بابا» استاد ګلزمان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۲ کالو په عمر ومړ. یوې سرچینې تایید کړې چې نوموړی بېګاه شپه په روغتون کې مړ شوی دی. استاد ګلزمان د افغانستان د موسیقۍ وتلې څېره وه چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې زمزمه کړي دي. نوموړي په کال ۱۳۴۳ کې په لومړي ځل په رسمي توګه د افغانستان راډیو ټلوېزیون کې په سندرو ویلو پیل وکړ.

د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت یوه اعلامیه کې د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکو ته توصیه کړې، چې یا خو دې شرعي حجاب ولري او یا له دندو لرې کیږي.

غزني چې د اسلامي نړۍ د تمدن پلازمېنه ګڼل کېږي، یوشمېر تاریخي اثار او لرغونې سیمې یې بیارغونې ته اړتیا لري.

پر لرګيو حکاکي یو لرغونی صنعت دی چې اوس هم افغانستان کې ګڼشمېر مینهوال لري. حکاکي چې په عامه اصطلاح کې ورته «ټوکايي» وايي، خواري یې ډېره خو صنعتکاران یې د ګوتو په شمېر دي.