د هرات په غوریان کې ۱۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالي کې ۱۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد ولي‌زاده سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو نفوذي کسان بېګاه شاوخوا ۹ بجې د ولسي پاڅونوالو یوه مرکز ته ورغلي او ۱۲ پاڅونوال یې وژلي دي.

طالبانو بغلان کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي

بغلان کې محلي او امنيتي سرچينې وايي، طالبانو د بغلان – کابل لويې لار کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي دي.

دغه سرچينې چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي سلام‌وطندار  ته وايي، طالبانو تېره شپه «کيله‌ګي» سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په دې نښتو کې چاته زیان نه دی رسېدلی خو طالبانو له نښتو وروسته دوشي ولسوالۍ کې د بغلان ـ کابل لویې لارې پر سر د تېلو ۶ ټانکر سوځولي دي.

تخار کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوې کورنۍ ۲ غړي وژلي

تخار کې ځايي سرچينې او امنيتي مسوولان وايي، دښت‌کلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ملکي کسان وژلي او يو کس يې ټپي کړی دی.

د دښت‌کلا ولسوالۍ مدني فعال حامد قرلق سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه چې د يوې کورنۍ دوه غړي په‌کې وژل وي او يو کس ټپي دی د يادې ولسوالۍ «خمدان» سيمه کې شوې.

کندوز کې د طالبانو بې‌پیلوټه الوتکې پر ۲۱۷ پامیر قول اردو برید کړی

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د طالبانو دوو بې‌پیلوټه الوتکو نن د ۲۱۷ پامیر قول‌ اردو پر یوې برخې بم غورځولی او د پوځ یوه چورلکه یې تخریب کړې ده.

سرچینې وویل، دغه بې‌پیلوټه الوتکې دوه ساعته د پامیر قول اردو پر سر ګرځېدې او افغان ځواکونه یې په رانسکورولو بریالي نه‌شول.

کندوز کې طالبانو ۱۰ امنیتي ځواکونه وژلي

د کندوز د ولایتي شورا غړی خال‌الدین حکیمي وايي، طالبانو تېره شپه د امام‌صاحب ولسوالۍ «اورته‌بوز» سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو غبرګون سره مخ شوي.

غزني کې موټربم چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان دي

 

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، امنیتي ځواکونو له چاودېدونکيو توکو ډک یو موټر چې غوښتل یې د غزني ښار اړوند سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید وکړي، په نښه کړی او چاودنه یې کړې.

سيرت وویل، دغه چاودنه کې ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان شوي.

د غور د ولایتي شورا غړی عزت‌الله بېګ د ملي امنیت ځواکونو سره نښته کې ووژل شو

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د غور د ولایتي شورا غړی عزت‌الله بېګ په فېروزکوه ښار کې د ملي امنیت ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
دغې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غوښتل چې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان او د غور غږ راډیو د مسوول بسم‌الله عادل ایماق «د ترور عامل» او د غور د ولایتي شورا غړی عزت‌الله بېګ ونیسي، خو هغه د تسلیمېدو پر ځای، د ملي امنیت پر ځواکونو بریدونه وکړل او د دواړو لوریو ترمنځ نښته کې ووژل شو.

پوهنې وزارت کې سیاسي لاسوهنې تر بل هر وخته ډېرې شوي

سیاسي لاس وهنې او ناندرۍ له هر بل وخت په پوهنې وزارت کې ډېرې شوي.
سره له دې چې په پوهنې وزارت کې د قومي چاڼ او خپلوۍ پالنې خبرې مخکې هم د رسنیو د سر ټکي وو، خو د دغه وزارت د سرپرست وزیرې رنګینې حمیدې له لوري چې له ولسي جرګې یې د باور رایه هم وا نه خیستله، د یوشمېر سلاکارانو ګوښه کېدل پر پوهنې وزارت پر مشرتابه نیوکې ډېرې شوې دي.

طالبانو د سولې خبرو کې د ځنډ راتلو مسله بې‌بنسټه وبلله

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د مرکه‌چي پلاوي ویاند محمد نعیم سلام‌وطندار ته وايي، د سولې د دویم پړاو مذاکراتو اجنډا پر سر خبرې نه دي ځنډول شوي. نوموړی وايي، پر ځینو موضوعاتو د ډېر بحث لپاره خپلمنځي غونډې کوي او حتمي نه ده چې هره ورځ غونډه ولري.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي او ۵۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

افغانستان او ترکمنستان؛ د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ او دوه نورې پروژې پرانيستل شوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نن د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان-شبرغان برښنا او نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې.

ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیست غونډه کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.

تخار کې يوه پېغله نجلۍ ووژل شوه

تخار امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز تالقانو ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.

 د تخار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر سلام‌وطندار ته وايي، دغه نجلۍ د ورسج ولسوالۍ «ترشت» کلي کې اوسېده، رومینا نومېده او د حبیب‌الله لور وه.

د موټرو له پلېټونو تل لپاره د «۳۹» شمېره لرې کېږي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي، د ټرافیکو ریاست ته یې لارښوونه کړې چې له دې وروسته باید د «۳۹» شمېره تل لپاره د موټرو له پلېټونو لرې کړي.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دې شمېرې فساد ته لار برابره کړې او باید لرې شي.

د کورونا بودجه کې فساد؛ د ۷ ولایتونو چارواکي لویې څارنوالي ته پېژندل شوي

لویه څارنوالي وايي چې تازه په لوګر، خوست، بامیان، دایکندي، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې د کورونا اړوند بودجې د حیف‌ومیل او اداري فساد اووه دوسیې دغې ادارې ته رسېدلې دي. د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي نن سلام‌وطندار ته په یوه لېږل شوي غږیز پیغام کې ویلي چې یادې دوسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بازرس ادارې له لوري ور لېږل شوې دي.

د ۹ کلن عبدالرووف کورنۍ: د خپل زوی خوشې کولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوو

پوره دوه نيمې مياشتې کېږي چې ۹ کلن عبدالرووف له انسان تښتوونکيو سره دی  او د نوموړي له پلاره يې يو ميليون او ۷۰۰ زره ډالره غوښتي دي.

د عبدالرووف کورنۍ نن مزارشریف ښار کې وايي، له يوې نيمې مياشتې ډېر وخت کېږي چې د بلخ د والي دفتر مخې ته يې د پرلت خېمه وهلې؛ خو حکومت ورته تر اوسه پورې سم پام نه دی کړی.