
بغلان؛ د پاڅونوالو یوه قوماندان په مېلمستون کې چاودنې ۱۰ کسان ټپیان کړي
د بغلان محلي چارواکي او ولسي سرچینې وايي چې د پخواني جهادي او د ۱۰۰ ولسي پاڅونوالو د اوسني قوماندان ملا علم په مېلمستون کې یوې چاودنې د نوموړي په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د بغلان محلي چارواکي او ولسي سرچینې وايي چې د پخواني جهادي او د ۱۰۰ ولسي پاڅونوالو د اوسني قوماندان ملا علم په مېلمستون کې یوې چاودنې د نوموړي په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د سټراټېژیکو او عامه اړیکو رییس وحید عمر وايي چې طالبانو په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر کړی او د دې ډلې د نورو بندیانو خوشې کول په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.
نوموړي نن ملت ته د دولت حسابورکونې پروګرام په پرانېستونکې غونډه کې وویل چې حکومت د نورو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي او ۱۲۵ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۲ زره او ۳۸۵ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لپاره نومول شوي انټوني بلینکن ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه به وارزوي. نوموړي ویلي چې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له جزیاتو نه دی خبر او باید دغه هوکړهلیک وارزوي چې پر کومو موضوعاتو پهکې هوکړه شوې ده.

د هرات امنیتي او روغتیايي مسوولان وايي، ناپېژنده وسلهوالو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر رېنجرې ډزې کړي چې له کبله یې ۳ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد وليزاده وايي چې یاده پېښه نن سهار ۷ بجې د هرات ښار په «پای منارها» سیمه کې هغه مهال شوې چې د ملي اردو یوه رېنجره له سیمې د تېرېدو په حال کې وه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دوو جلا جلا مکتوبونو کې دلاور مزاري او شېرشاه هوتک د بلخ د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د رییسانو په توګه ټاکلي دي. اوس مزاري او هوتک دواړه ادعا لري چې د دغې ادارې قانوني رییسان دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۱۳۷ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۲۰۹۷ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

په دوحه کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړي عبدالحفیظ منصور سلاموطندار ته ویلي چې د طالبانو له مرکچي پلاوي یې غوښتي چې تر اجندا وړاندې د دواړو لوریو دیني عالمان دې د قرآن او حدیثو په رڼا کې د جګړې پر مشروعیت او نه مشروعیت د رسنیو په مخ کې بحث وکړي.
هغه وايي، که دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي؛ نو بیا به د اجندا په ټاکلو کې ډېرې ستونزې لرې شي، خو په وینا یې، طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز نهدی منلی.

په تخار کې د پولیسو یوه پخوانۍ سرتېرې چې پر نشهيي توکو روږدې ده، غواړي چې بېرته خپلې دندې ته ور وګرځي. دا ځوانه ښځه فاطمه نومېږي او د تخار د مرکز تالقان ښار اوسېدونکې ده.

په کندوز او بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو په دغو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په کندوز کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو نن سهار وختي ۱۲:۳۰ دقیقې د دغه ولایت د دشتارچي ولسوالي په «تپه بیستوپنج» سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي.

روحالله حسیني یو له هغو زرګونو په لوړو زدهکړو د سمبال ځوانانو له ډلې دی چې هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره کډوال شوی او اوس له خپل هېواده لرې ژوند کوي.
حسيني د نورو لوړو زدهکړو ترڅنګ د خطاطۍ هنر هم زدهکړ او غوښتل یې خپلو نورو ملګرو سره د هېواد ابادۍ کې ونډه واخلي؛ خو ونه توانېده هېواد کې پاتې شي او خپلو هیلو ته ورسېږي.

د کړکېچ نړېوالی ډلې د افغانستان د چارو لوړپوړي څارونکي وایي چې ښایي د افغانستان مسله د امریکا د نوي حکومت لپاره مهمه نه وي .
د دې ډلې یوه لوړپوړي چارواکي انډي وارکنېس په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د امریکا د نوي ولسمشر له نږدې همکارانو او سلاکارانو سره یې خبرې کړي او په وینا یې، افغانستان به د بایډن ادارې د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې نه وي.

د هرات محلي چارواکي او امنيتي مسوولان وايي، د انسانتښتوونکيو يوه ۱۲ کسيزه ډله يې نيولې او له دې ډلې يې ۴ تښتول شوي کسان خوشې کړي دي.
د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي کورنيو ته د ۴ خوشې شويو کسانو د تسليمۍ پر مهال وويل، دغه څلور کسان نن د انجيل ولسوالۍ «امام شش نور» سيمه کې د ملي امنيت او پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د انسان تښتوونکيو له منګولو ازاد شوي دي.

د پکتيا مرکز ګردېز کې يوه کورنۍ وايي، شپږ مياشتې وړاندې يې يو زوی او څلور ورځې وړاندې يې بل زوی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ووژل شول. دغه وژل شوي سرتېري باسط او عبدالمالک نومېدل.
د وژل شويو سرتېرو ماشومان ژاړي، له خپل نیکه چاپېر دي، څیرې جامې یې پر تن دي او د خپلو وژل شويو پلرونو راتګ ته شېبې شماري.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۷۹ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۱۸۴۹ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

په بغلان کې باوري سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او ۱۲ سرتېري یې وژلي دي.
دغو محلي او امنیتي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د پلخمري ښار اړوند د بغلان-سمنګان او بغلان-کندوز پر لویو لارو د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی دی. د سرچینو په وینا، په دغه برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي، ۲ ټپیان دي او ۲ نور هم ورک دي.