ام‌البلاد ته د سیلانیانو ورتګ کم شوی

په بلخ «ام البلاد« کې حضرت علي ته منسوبه روضه د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین خانقاه، نهه ګنبد لرونکی جومات، د جهان نما ماڼۍ، او د هوټلونو او عصري مېلمستونونو او د پراخو شنو دښتو موجودیت د دغه ولایت د ښکلاوو یوه برخه ده چې د نړیوالو ګرځندویانو او سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی.
خو په دې وروستیو کلونو کې د بلخ په یوشمېر سیمو کې د وسله‌والو پراخ موجودیت د دې لامل شوی چې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ کم شي.

ارغنداب کې د ماین چاودنې؛ لس ورځو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۵۱ ټپیان دي

د کندهار د ارغنداب ولسوالي هغه اوسېدونکي چې څو میاشتې وړاندې په یاده ولسوالي کې د جګړې له کبله د دغه ولایت ښار ته را کډه شوي وايي، که څه هم اوس وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو له لوري له سختو بریدونو وروسته د دې ولسوالي له بېلابېلو سیمو وتلي، خو په وینا یې، دغې ډلې ټول ارغنداب له ماینونو ډک کړی او خلک نه شي کولای خپلو کروندو او باغونو ته ولاړ شي.

بلېنکن: هېڅ لوری په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن که څه هم کورنۍ جګړه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یوه سناریو ګڼي، خو ټینګار کوي چې هېڅ لوری نه غواړي په دغه هېواد کې بیا کورنۍ جګړه پیل شي.
نوموړي دا څرګندونې له سي‌ا‌ِن‌اِن خبري شبکې سره په یوه مرکه کې چې متن یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپور شوی، کړې دي.

د «سولې کتاب نندارتون» د امنیتي ځواکونو په ملاتړ پای ته ورسېد

د سولې کتاب نندارتون تېره جمعه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت د پل سرخ فرهنګي مرکز په نوښت جوړ شو. په دغه نندارتون کې یوشمېر خپرندویه ټولنو هم ګډون کړی و او د نندارتون هره ورځ د ټولنې بېلابېلو برخو وګړو ته ځانګړې شوې وه.
د دغه نندارتون جوړوونکی شاهد فرهوش وایي، دغه نندارتون د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت او د افغان سولې بهیر په ملاتړ جوړ شوی و.

د روغتیا وزارت خبرداری؛ که کورونا جدي ونه ګڼئ، د هند پر برخلیک به اخته شو

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې د کورونا ویروس پراخېدو ته په کتو وايي، که هېوادوال کورونا جدي و نه ګڼي او روغتیايي سپارښتنو ته پام و نه کړي، افغانستان به هم د هند پر برخلیک اخته شي.
دوی خبرداری ورکوي، د کورونا ویروس د جدي نه ګڼلو په برخه کې هر دول بې‌غوري به وضعیت ترینګلی کړي.

سراج: د داعش ډلې ۶۰ سلنه غړي پاکستانیان دي

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي امنیت سرتېرو د داعش ډلې ۴۰۸ مهم غړي نیولي چې ډېری یې پاکستانیان دي. هغه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ۱۷۳ ماشومان او ۲۹۹ پاکستانیان شامل دي او په خبره یې، د داعش ډلې ۶۰ سلنه جنګیالي پاکستانیان دي. سراج داعش ډله د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او خبرداری ورکوي، که د سیمې هېوادونه یې د کنټرول په برخه کې همکاري ونه کړي، یو ځل بیا به پر پښو ودرېږي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ پر سولې او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د پاکستان یو پلاوی چی مشري یې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان کوي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره یې د افغان سولې، امنیت، سوداګرۍ او د توکو ټرانزیټ کې د ستونزو پر حل خبرې کړي دي.

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ د سپین‌ بولدک لاره وتړل شوه

یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي، پاکستاني ځواکونو نن غوښتل د سپین بولدک ولسوالي له لقمان کلي سره اغزن تار وغځوي، خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې او د دواړو ترمنځ نښته هم شوې ده.

له افغانستان سره د چین د۵۵۰ میلیونه افغانیو خوراکي توکو مرسته

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له افغانستان سره د چین هېواد له لوري د خوراکي توکو د مرستې خبر ورکوي.

د یاد وزارت چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چین د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکې توکو یوه جوپه چې ۵ زره او ۲۶۶ مټریک