د هېواد ناسم امنیتي وضعیت د ولسي جرګې اندېښنې راپارولي

ولسي جرګې د امنیت خرابوالي او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د دې جرګې غړي وایي، د ناامنیو زیاتوالی او د وسله‌والو طالبانو د بریدونو زور اخیستل د هېواد امنیتي وضعیت د خرابوالي لپاره د خطر زنګ دی او دا د دې ښکارندویي کوي چې امنیتي او دفاعي ادارې د هېواد امنیتي وضعیت د ښه‌‌والي لپاره کوم پلان نه لري.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل؛ په ۵ ورځو کې ۵۸ ملکیان او نظامیان وژل شوي

د لوګر، هرات، بغلان، بدخشان، پروان، فاریاب، ننګرهار، سمنگان، کاپیسا او پکتیا ولایتونو امنیتي مسوولان وايي، په تېرو څو ورځو کې چې په رسمي ډول له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې، ورسره هم‌مهاله د طالبانو بریدونه هم ډېر شوي دي.
هغه شمېرې چې تر پرون ورځې له ۹ ولایتونو څخه سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښيي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ په پیل سره وضیعت نور هم ترینګلی شوی دی.

هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو ډېروالی؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۱۹۹۳ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. د دغه وزارت د اعلان له مخې، په یاده موده کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي او ۳۶۵ نور پرې اخته شوي دي. دا شمېرې چې په ۲۴ ولایتونو کې ثبت شوي، په وروستیو څو میاشتو کې تر ټولو لوړې هغه دي.

هیلو ته د رسېدو لپاره د مرګ پر پوله تګ

افغانستان هغه هېواد چې له نږدې څلورلسیزې راهیسې په کې جګړه روانه ده، دې جګړې نه یوازې د افغانانو هیلې ترې اخستې ترڅنګ یې، ګڼ‌شمېر دې ته اړ کړي چې د بېلابېلو لاملونو له امله له قانوني اسنادو پرته نورو هېوادونو ته د کډوالۍ کولو زړه ښه کوي.

ګڼ‌شمېر‌هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره، ځینې هم د یوې مړۍ ډوډۍ او یوشمېر نوربیا جګړې او ناامنیو څخه د ځان ژغورلو لپاره نامنظمه کډوالۍ  تر ټولو ښه لار ګڼي.

په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې د ملګرو ملتونو ټينګار

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لوګر ولایت د خونړۍ چاودنې په غبرګون کې د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوګر ولایت مرګونی برید غندلی دی.

تېر کال ایران ته پر قاچاقي لارو تلونکي ۷۵ افغانان مړه شوي

د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو کړو فعالیتونو راپور خپور کړ.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي چې د کډوالو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون مشري کوله، نن یې د دغه کمېسیون د یو کلن کاري راپور خپرولو پر مهال وویل چې د دغه کمېسیون امنیتي بنسټونو د کډوالو او انساني قاچاقیانو۳۴ ډلې پېژندلي چې د کډوالو او انساني قاچاق په تور یې ۷۰ کسان نیولي دي.

لوګریانو د وروستۍ پېښې پر ځای د اعتراض خیمه درولې

د لوګر یوشمېر اوسېدونکو، د مدني ټولنې غړیو او د جګړې د قربانيانو کورنیو نن د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د وروستي موټربم برید پر ځای د اعتراض په توګه پرلت کړی دی.
دوی وايي، په یاده سیمه کې یې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ، تلپاتې سولې او اوربند ته د رسېدو او د یادې پېښې د څېړل کېدو په موخه خیمه درولې ده.

په ۲۰۲۰ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې ده. دغې ټولنې نن په خپل کلني راپور کې اندېښنه ښودلې چې په هېواد کې د رسنیو وضعیت ناسم لوري ته روان دی او باید ورته پام وشي.

تخار؛ یوې ښځې په سیند کې د لور له غرقېدو وروسته ځان، یوه لور او یو زوی هم ور غورځولي

د تخار محلي مسوولان وايي، پرون یې د دغه ولایت د فرخار ولسوالي د «لُژده» سیمې په یوه سیند کې د یوې ښځې او د هغې د درېوو ماشومانو جسدونه موندلي او خاورو ته یې سپارلي دي.
د تخار د فرخار ولسوال سیف‌الدین مشتاق سلام‌وطندار ته ویلي، د فهیمې په نوم یوې ښځې دوه ورځې وړاندې په سیند کې د یوې کوچنۍ لور له غرقېدو وروسته ځان او خپل دوه نور ماشومان چې یو یې هلک او بله نجلۍ وه، هم اوبو ته ورغورځولي دي.

د خبریالاتو د قضیو نه څېړلو په اړه د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نیوکې

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رییس نجیب شریفي د مطبوعاتو د ازدۍ  نړیوالې ورځې په لمانځغونډه، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړلو په اړه د حکومت څرګندونې ادعا او سمبولیکي بولي وایي، په دې برخه کې د مرستیو غوښتنو سره سره لازمه همکاري او توجه نه ده شوې.

د لوګر وروستۍ پېښه؛ د هغه چا کیسه چې درې خپلوان یې له لاسه ورکړي

د تېرې جمعې ماښام موټربم برید چې د لوګر ولایت د مرکز پل عالم اړوند لومړۍ ناحیه کې د دغه ولایت د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر مېلمستون وشوه، حاجي عبدالرحمن د خپلې کورنۍ درې غړي چې دوه یې د تره ځامن او یو یې هم د ښينې زوی و، په دې چاودنه کې له لاسه ورکړی او پنځه نږدې خپلوان یې ژور ټپیان شوي دي.

د سولې ټکنی بهیر او د افغانستان راتلونکی ناڅرګند برخلیک

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي خبرداری ورکوي، که د سولې روانې خبرې پایلې ته ونه رسېږي، افغانستان به له تورې او ناڅرګندې راتلونکي سره مخ شي. هغه له کوچني اختر وروسته د استانبول ناستې د جوړېدو په اړه شکمن دی او وایي، تر اوسه روښانه نه ده چې طالب ډله په دې ناسته کې ګډون کوي، که نه.

د سعادتي په وینا، تلپاتې سولې او ټیکاتو ته د رسېدو لپاره د ټاکنو او قدرت ترلاسه کول اړین دي او له دې پرته سوله مانا نه لري.

شنونکي: امریکايي چارواکي د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کوي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، د افغانستان شاوخوا ۳۰۰ زره پوځ چې ښه روزل شوی او اوس د جګړې مشري کوي، د دغه هېواد د راتلونکې په ټاکلو کې مهم رول لري.
هغه وايي، کېدای شي افغان پوځ او حکومت دواړه همداسې پر خپل ځای پاتې شي، خو داسې اندېښنې هم شته چې دغه هېواد له بدو پایلې سره مخامخ شي.

فراه کې د ملي اردو یوې پوستې سقوط؛ لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي

په فراه کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د ملي اردو یوه پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې او لږترلږه ۳۰ سرتېري په‌کې وژل شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو سهار وختي شاوخوا ۲ بجې د بالابلوک ولسوالي په شیوان سیمه کې د یوې سمڅې په اېستلو او چاودنې سره د ملي اردو یوه مرکز ته ورغلي دي.

د کابل په بېګانۍ اورلګېدنه کې څه تېر شول؟

بېګاه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند په مرادبېګ کلا سیمه کې د تېلو ټانکرو اور واخیست چې له کبله یې ډېری ټانکرونه د اور په لمبو کې وسوځېدل.
د دغې پېښې سیمې ته نن د سلام‌وطندار خبریاله حمیده مددي ورغلې ده. هغه وايي، د اورلګېدنې په سیمه کې ښکارېدل چې ټانکرونه په بشپړه توګه له منځه تللي وو او له اورلګېدنې څو ساعته وروسته لا هم پرې بل اور نه و مړ شوی.