بشرحقونو شورا ته د ۲۵ نړیوالو سازمانونو لیک؛ د افغان ښځو د حقونو په اړه دې بحث وشي

 د بشري او مدني حقونو شاوخوا ۲۵ نړیوالو سازمانو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا څخه غوښتنه کړې چې د دغې شورا په پنځوسمه ناسته کې د افغان ښځو د حقونو په اړه بحث وکړي. په ورته مهال دوی ویلي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو پر ازادۍ، راټولېدنې او اعتراض پراخ محدودیتونه لګولي دي.

خبریالان له خپل نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د دوام په اړه اندېښمن دي

د افغانستان د خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له دوام څخه اندېښمن دي. یو‌شمېر خبریالانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال ادعا وکړه چې د رسنیو یو‌شمېر ملاتړي بنسټونه د خبریال له نوم څخه په استفادې، ډېرې پیسې لاسته راوړي، خو دغه پیسې پر هغو خبریالانو نه دي وېشل شوي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

کسب‌کاران: وروستیو سیاسي تحولاتو مو کاروبار له رکود سره مخ کړی

په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د ځینو کسبونو لکه نجاري، خیاطي او کولالي بازار د مخ په ځوړ حالت سره مخ دي.

یو‌شمېر کسبګر وايي چې کارونه یې د پخوا په پرتله خورا خراب شوي او له تېرو اتو میاشتې راهیسې هېڅ کاروبار نه لري.

د سلام‌وطندار د خبریال نیول او وهل ټکول؛ د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د څېړنې غوښتنه کړې

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د سلام‌وطندار د خبریال رومان کریمي د نیولو او وهل ټکولو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې ده. دغې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، د ا.ا مسوولان باید د سلام‌وطندار د خبریال او موټر چلوونکي نیول وڅېړي. دې کمېټې د دوو محلي راډیوګانو د مسوولانو جمال‌الدین دلدار او میرزا حسني د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

ریچارډ بنټ په ترکیه کې له افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره کتلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې په ترکیه کې له افغان مېرمنو، مدني ټولنو غړیو، زده‌کړیالانو د ولسي جرګې مخکینیو غړیو او د مخکیني حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره لیدلي دي. نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه غیررسمي، لنډه او ډېره ګټوره وه.

د کابل زنبق څلورلارې کې د چاودنې پنځمه کلیزه؛ د قربانیانو کورنۍ لا هم ویر کې دي

پنځه کاله وړاندې د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې په ۳۱مه د کابل په زنبق څلور لارې کې له چاودېدونکو توکو ډک یوه ټانکر موټر چاودنه وکړه چې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته. د دې خونړۍ چاودنې مسوولیت چا پر غاړه وانه‌خیست، خو د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي ریاست دغه برید د حقاني شبکې کار وباله.

د غزني اوسېدونکي خصوصي روغتونونو کې د نامسلکي کسانو او زده‌کړیالانو له کار څخه شکایت لري

د غزني یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت په ځینو خصوصي روغتونونو او کلینیکونو کې د مسلکي ډاکټرانو پر ځای نامسلکي کسان په ډېر کم معاش کار کوي چې ډېری یې تراوسه د طبي پوهنتونونو او یا هم د انسټیټیونو زده‌کړیالان دي.

بدخشان کې د اکسیجن تولید دستګاه فعالېدل؛ مسوولان: د مرکز او ولسوالیو اړتیاوې پوره کېږي

د بدخشان محلي مسوولان وایي چې د اغاخان سیمه‌ییز بنسټ له خوا د اروپايي کمېسیون په ۱۰۵ زره امریکايي ډالرو مالي مرسته د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار کې د برهان‌الدین رباني په روغتون کې د اکسیجن تولید دستګاه اخیستل شوې چې په في ساعت کې  د ۱۶زره او۱۰۰ لیټره اکسېجن د تولید ظرفیت لري.

وېسټ سره لیدنه کې پر سیاسي بهیر د افغان سیاستوالو ټینګار؛ «د دغسې بهیر څرک نه‌لیدل کیږي»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، افغان سیاسي څېرې چې تېره اونۍ یې ورسره لیدلي په دې باور دي چې تاوتریخوالی د افغانانو لپاره ښه لاره نه ده او د ناورین د حل لپاره سیاسي بهیر ته لومړیتوب ورکوي او ورته لېواله دي. خو هغه ناهیلي څرګنده کړې چې اوس د دغسې یوه بهیر څرک نه لیدل کیږي.