بلخ کې د ۹ کلن ماشوم د تښتولو په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

د بلخ سیمه‌ييز چارواکي په دې ولایت کې د ۹ کلن عبدالرووف د تښتونې په تړاو د ۱۱ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د بلخ والي فرهاد عظيمي نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د ۹ کلن عبدالرووف د خوشې کولو په اړه چې دوه مياشتې وړاندې انسان تښتوونکيو تښتولی، له تېرو څو اوونیو راهيسې بېلابېل عملیات شوي چې پايله کې يې ۱۱ کسان نيول شوي دي.

راشد خان د ۲۰ اوریزو سیالیو د يوې لسیزې د غوره لوبغاړي نړيواله جایزه وګټله

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې «۲۰۱۱ – ۲۰۲۰»  د غوره لوبغاړي ویاړ او جایزه ترلاسه کړه.

د یادې جايزې ترلاسه کولو لپاره راشد خان سره د ويسټ‌انډيز کرېس ګېل، د هند ويراټ کوهلي، د سرېلانکا لاست‌ملينګا د جنوبي افريقا اې بي ډي ويليرز او يو شمېر نور لوبغاړي هم نوماندان وو.

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۶۹۹ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۴۰ کسانو پایلې مثبتې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۲۷۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه هم شوي دي چې له دې سره د ټولو ښو شويو شمېر ۴۱ زره ۶۱۰ ته رسېږي. د معلوماتو له مخې دغه تازه مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

غني: پر رسنيو او مدني فعالانو بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د مدنې ټولنې پر فعالانو، سیاسي شخصیتونو او د رسنیو پر کارکوونکيو هدفي بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی. ولسمشر ويلي، دغه هدفي بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د ډیموکراسۍ، جمهوریت او بیان ازادۍ رسا غږ دی او حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د سراعلی قومندانۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د غزني – جاغوري له لارې ۱۰ مسافر تښتول شوي

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن‌رضا یوسفي وایي، تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې له غزني ښار نه ولسوالۍ ته پر لاره وو، قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌لرونکیو کسانو  له لوري چې ځانونه يې طالبان معرفي کړي، له موټره کته کړي او نامعلوم ځای ته بيولي دي.

یوسفي وايي، دوه ورځې وړاندې هم د قره‌باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په لار کې له موټره کته شوي او تښتول شوي دي چې تر اوسه يې درک نشته.

د کابل ښاروالي پر ناکاریو د خلکو نیوکې

کابل کې د تېرې شپې لږ واورې په د دغه ښار یوشمېر اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړل.
د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي وایي، د سړکونو د بندېدو او پرې د یخ له کبله د لیني موټرو له کمښت سره مخ شوي دي.

ولسمشر په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرو دوام منلی

د ولسمشرۍ مانۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو ادارې رییس وحید عمر وايي، که څه هم ولسمشر غني په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرو د دوام په اړه هوکړه کړې ده، خو په وینا یې، د افغانستان په دننه کې د راتلونکو پړاوونو پر کېدو د دولت ټینګار پر خپل ځای دی.

ولسمشر او عبدالله د سولې پر دویم پړاو مذاکراتو غږېدلي

ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله سره په ارګ کې لیدلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په یاده غونډه کې ولسمشر ته د ملي روغې جوړې شورا د رییس له لوري د دې شورا د دویمې ناستې د راپور ورکولو ترڅنګ، د سولې دویم پړاو خبرو پر ځای او نېټه هم خبرې شوې دي.

صالح: د دوحې هوکړه د طالبانو د کاذب باور لامل شوې

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبان له نوي افغانستان سره د ګډ او سوله‌ييز ژوند باور نه لري او د دوحې هوکړه د ډلې د کاذب باور لامل شوې ده. هغه وايي، دا باور یې له هغه وروسته پیدا کړ چې د ملي روغې جوړې شورا په دویمه غونډه کې یې د دولت د سولې مرکچي پلاوي خبرې او تبصرې واورېدې.

احمد ضیا مسعود: ولسمشر غني دې واک دفاع وزارت ته وسپاري

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود  پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۱مې کالیزې په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، که ولسمشر محمد اشرف غني نه‌شي کولی هېواد اداره کړي، سیاسي واک دې دفاع وزارت او پوځ ته وسپاري، ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې رښتينې مبارزه وشي.

واورو د غور ټولې مواصلاتي لارې وتړلې

د غور ـ هرات لویې‌لارې یو شمېر مسافران او د دغه ولایت د ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د درنې واورې ورېدو او توپانونو له کبله د غور ـ هرات او غور ـ کابل لویې‌لارې په ګډون د دغه ولایت مرکز سره د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي دي.

د دوی په وینا، که دولت د دغو لارو پرانیستو ته پام ونه‌کړي، ډېرو ستونزو سره به مخ شي او نه‌شي کولی خپلو سیمو ته لاړ شي او یا هم ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.