د غزني یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت په ځینو خصوصي روغتونونو او کلینیکونو کې د مسلکي ډاکټرانو پر ځای نامسلکي کسان په ډېر کم معاش کار کوي چې ډېری یې تراوسه د طبي پوهنتونونو او یا هم د انسټیټیونو زده‌کړیالان دي.

د غزني اوسېدونکي شکایت کوي چې په روغتونونو کې د نامسلکي کسانو کار، ستونزه جوړه کړې او ناروغان نه‌شي کولای چې پر نامسلکي او بې‌تجربې ډاکټرانو باور وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غزني اوسېدونکی نسیم سلام‌وطندار ته وایي: «نه یې درس زده دی، نه کاري تجربه لري، نه تراوسه فارغ شوي. خلکو ته یې ستونزې جوړې کړي. په هېڅ هم نه پوهېږي، نه په معاینه پوهېږي نه په سیروم تېرولو.»

د غزني اوسېدونکي د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست څخه غواړي چې په روغتونونو او خصوصي کلینیکونو کې د دغه ډول ناوره استفادې مخه ونیسي.

په غزني کې یو ډاکټر سیدنصرت فروتن هم دغه موضوع تاییدوي او وایي چې مسوولان باید د دغه کار مخه ونیسي. دغه‌راز، ډاکټران وایي چې د دغه وضعیت دوام به خلکو ته سخت زیان ورسوي او بدې پایلې به ولري.

په همدې حال کې د غزني د ډاکټرانو ټولنې رییس محمدنعیم صاحبي په روغتونونو کې د نامسلکي کسانو کار تاییدوي او وایي چې په ځینو روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو پر ځای د انسټیټیونو زده‌کړیالان د زده‌کړو بشپړېدو لپاره کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د غزني د عامې روغتیا رییس مولوي مصباح وایي، که چېرې نامسلکي کسان د ډاکټرانو پر ځای کار وکړي، له سرغړونکو سره به جدي چلن وشي. د هغه په وینا، په دولتي روغتیایي مرکزونو کې هم نامسلکي کسانو ته به د کار اجازه ورنه‌کړل شي.

په هېواد کې د دولتي مرکزونو او روغتونونو ترڅنګ د خصوصي روغتيايي مرکزونو فعاليت که څه هم هېوادوالو ته اسانتياوې رامنځته کړي، خو په ځينو مواردو کې د معياري اسانتياو نشتوالى، د بې‌کيفيته او لوړې بيې درملو شتون او له روغتيايي اصولو څخه سرغړونه يې منفي اړخونه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام