لوګر کې ناپېژنده وسله‌والو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

د مرکز پل‌علم ښار اوسېدونکي وایي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ د پل‌علم ښار د «ښاروال څلورلارې» کې ناپېژنده وسله‌وال یوې نانوايي ته ننوتي او څلور کسان یې وژلي دي.

د پېښې یوه عیني شاهد محمد‌جاوید سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې درې وروڼه ځای پر ځای وژل شوي او د نانوايي یوه شاګرد روغتون په لاره ساه ورکړې ده.

افغانستان کې د سایبري امنیت د نه خوندیتوب په اړه د کارپوهانو اندېښنې

یو‌شمېر کارپوهان د افغانستان په اوسني سرپرست حکومت کې د سایبري او د خلکو د اطلاعاتو امنیت په اړه اندېښمن دي.

د دوی په وینا، اوسنی سرپرست حکومت په انټرنټي سایټونو  کې د اطلاعاتو او برښنايي سېټسمونو د امنیت خوندیتوب لپاره منظم او بنسټیزه تګلاره نه لري.

ازبکستان کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه نړیواله ناسته جوړېږي

ازبکستان د افغانستان په اړه د یوې سترې نړیوالې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې یاده ناسته د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه جوړه شي چې د نړۍ ۲۰ هېوادونه به په‌کې ګډون وکړي.

تاجکستان: افغانستان تراوسه د برښنا پور نه دی راکړی

اسیا پلوس خبري اژانس راپور ورکړی چې د تاجکستان د برښنا ملي شرکت رییس محمدعمر سوزاده په یوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان تراوسه د وارداتي برښنا پور نه دی ورکړی.

نوموړي ویلي چې د افغانستان برښنا شرکت په تدریجي توګه خپل پورونه ورکوي. د تاجکستان د برښنا ملي شرکت رییس نه دي ویلي چې افغانستان د وارداتي برښنا له پلوه څومره پوروړی دی.

غور کې د نشه‌يي توکو د کښت له ډېروالي د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

په غور کې د نشه‌يي توکو د کښت ډېروالي د یاد ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غور کروندګرو پر خپلو ځمکو په ډېره اندازه چرس او تریاک کرلي دي. د غور اوسېدونکي او مدني فعالان زیاتوي چې د دغه ولایت په دولتیار او د فیروز کوه ښار لویدیځو سیمو کې ډېر نشه‌يي توکي کښت شوي دي.

لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي

د لوګر د کرنې او مالدارۍ  ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

غزني او نورستان کې سېلابونو ۱۴ کسان مړه کړي او ۱۱ ټپیان دي

باختر خبري اژانس د غزني او نورستان د محلي مسوولانو له قوله لیکلي چې په دغه ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، په غزني ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې پنځه کسان مړه او دوه ټپیان شوي دي.