غني: پر امریکا او متحدانو یې باور، زما تېروتنه وه
د افغانستان مخکیني پرځول شوي ولسمشر محمداشرف غني په یوې مرکه کې ویلي چې د ده د حکومت پرمهال پر نړیوالو او په ځانګړې توګه پر امریکا باور د نوموړي تر ټولو لویه تېروتنه وه.
د افغانستان مخکیني پرځول شوي ولسمشر محمداشرف غني په یوې مرکه کې ویلي چې د ده د حکومت پرمهال پر نړیوالو او په ځانګړې توګه پر امریکا باور د نوموړي تر ټولو لویه تېروتنه وه.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې د هېواد بانکي سیستم به ډېر ژر بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي. دغه بانک نن په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې ډاډ ورکړی چې د هېواد بانکي سکټور به بېرته ښه شي او ډېر ژر به یې فعالیتونه عادي حالت غوره کړي.
د اسلامي امارت مشر هبتالله اخوندزاده په کندهار کې له چارواکو او محلي مسوولانو سره په یوې لویه غونډه کې لیدلي دي. باختر خبري اژانس پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې هبتالله اخوندزاده له چارواکو سره په دغې لیدنه کې د اسلامي امارت پر ځواکونو غږ کړی چې د ټولبښنې فرمان ته دې درناوی وکړي.
د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د شهيد فضلالرحمان روغتون، چې د پټان، جانيخيلو، لجهمنګل، احمدخېلو او ميرزکې ولسوالیو ناروغان هم ورځي، د اړینو روغتیايي اسانتیاوو نشتون سره مخ دی.
د ناټو په چوکاټ کې د ترکیې پخواني افغان کارکوونکي له هغه هېواد څخه د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره په لیدنه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمه کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی. پوتین ویلي چې د تاجکستان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یوشمېر وسلې او مهمات ورکړل شي، څو وکولای شي، افغانستان سره پوله کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې مقابله وکړي.
د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکو نن په کابل کې د یوه لاریون پرمهال په هېواد کې روان ناورین د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ وبلله او سملاسي یې د ازادېدو غوښتنه وکړه.
د برښنا شرکت مسوولان وايي، په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته له دغه هېواد څخه د وارداتي برښنا کچه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي ۵۰۰۰۰ ټنه غنم او درملو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. د دغې هندي رسنۍ د رپوټ پربنسټ، پاکستان وړاندې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې وه، خو تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.
په ختیځ ولایت ننګرهار کې د چرګانو د خوراک دانې د تولید په موخه د ۱۵میلیونو ډالرو په ارزښت یوې فابریکې تازه په فعالیت پیل وکړ. د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي شيخ مصري کې د تل پسرلي په نامه د يوه خصوصي شرکت له لوري ياده فابریکه پرانستل شوې ده. د دې شرکت مسوولان وايي، په دې فابریکه کې پنځه سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
کابل کې نن یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د تازه لګول شویو بندیزونو او د حقونو د نهرعایت په غبرګون کې لاریون وکړ او د کار او زدهکړو له حق څخه د افغان ښځو د محرومیت پر وړاندې د نړیوالو چوپتیا له «شرمه ډکه» وبلله.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید دوه ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو ته ویلي چې افغانستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مسله حل شوې او د اسلامي امارت سره به په ګډه پر پوله اغزن تار لګوي. هغه ویلي، د اغزن تار په غځولو یې پوځ ډېرې قربانۍ ورکړي او پیسې یې هم پرې لګولي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، ښايي ترکیه له متحده اماراتو او قطر سره په ګډه د کابل نړیوال هوايي ډګر مدیریت کړي. هغه له ترکیې صباح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې له اسلامي امارت سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه تراوسه کومه هوکړه نه ده شوې.
په جرمني کې دوه افغان ورونه د خپلې خور د وژنې په تور چې هغه یو ناموسي قتل بللی شوی، د برلیین ښار څارنوالۍ پرون په رسمي توګه تورن پېژندلي دي.
د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکونې پروژې (OCCRP) د افغانستان مخکینی ولسمشر محمداشرف غني د ۲۰۲۱ کال د “فساد او سازمان شوي جرم” د شخصیت په نوملړ کې شامل کړی دی. د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې د پروژې مدیریه هیت شپږ غړي لري چې خبریالان او کارپوهان پکې شامل دي.
په ځینو ټولنیزو شبکو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د بدخشان په مرکز فيضاباد ښار کې د ملي اردو د کنډک قوماندان قاري عبدالرحمن نن ماښام په يوه نښته کې وژل شوی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون