مالیې وزارت: د راتلونکي مالي کال بودیجه وروستۍ شوې ده

د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي چې د راتلونکي ۱۴۰۱کال بودیجه یې وروستۍ کړې او ډېر ژر به یې د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته واستوي. دغه وزارت ویلي چې په تېرو دوو  لسیزو کې په لومړي ځل له بهرنیو مرستو پرته ملي بودیجه چمتو شوې ده.

سبا کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پیلېږي

د پاسپورټ ریاست چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې سر له سبا څخه د کابل په ګډون د درېوو نورو ولایتونو د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پیلوي. د پاسپورټ ریاست سرپرست رییس عالم‌ګل حقاني په دغه خبري غونډه کې وویل چې په پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک ستونزې حل شوي او سر له سبا څخه به بېرته د کابل پاسپورټ ریاست په ګډون په درېوو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پیل کړي.

نصیراحمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نوي استازي په توګه ټاکل شوی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نصیراحمد فایق په دغه سازمان کې د افغانستان د نوي چارسمبالي استازي په توګه ټاکل شوی دی. دغه خبر وروسته له هغه خپور شو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني دایمي استازي غلام‌محمد اسحاقزي د استعفا په اړه راپورونه خپاره شول.

ولایتي خبریالان: چارواکي پر وخت معلومات نه راکوي او اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن شوی

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته په هېواد کې زیات شمېر غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ د مالي امکاناتو نشتوالي له کبله وتړل شوې چې ګڼ‌شمېر کارکوونکي يې، اوس د وزګارتیا له امله بې‌برخلیکه دي، خو هغه رسنۍ چې اوس هم فعالیت کوي، خبریالان یې وایي چې د رپوټ جوړولو پر مهال په اسانۍ اطلاعاتو ته په لاس رسي نه بریالي کېږي.

د تخار اوسېدونکي: د افغانیو لوېدو سره د لومړنیو توکو بیې لوړې شوي

په دې وروستیو ورځو کې د ډالر پر وړاندې په کمسارې توګه د افغانۍ ارزښت په لوېدو سره هم‌مهاله د هېواد په بازارونو په ځانګړې توګه د تخار په مرکز تالقان ښار کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي. د تخار محلي چارواکي بیا وايي چې په بازار کې یې د توکو د بیو کنټرول لپاره کمېسیون جوړ کړی دی.

درملتونونو او د درملو واردونکو شرکتونو ته د روغتیا وزارت خبرداری

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال خبرداری ورکړی، د درملو واردونکي شرکتونه او هغه درملتونونه به وتړل شي چې فعالیتونه یې له طبي معیارونو سره په ټکر کې وي. د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې بې‌کیفیته درمل د دغه وزارت د بدنامۍ لامل کېږي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د خبریالانو لپاره دویم خونړی هېواد بلل شوی

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ويلي چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی دويم هېواد و. دغه سازمان ویلي، افغانستان له مکسیکو وروسته د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بلل شوی چې په مکسیکو کې اووه او په افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي دي.

امریکا د افغانستان په جګړه کې د ناکامیو د څېړنې لپاره کمېسیون جوړوي

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، پرون د امریکا متحده ایالاتو ګانګرېس د داسې یوه کمېسیون جوړېدو ته رایه ورکړه چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ناکامیو په اړه څېړنې وکړي. دا کمېسیون د امریکا د ۷۶۸ میلیارد دفاعي‌ بودیجې یوه برخه ده چې د هغه هېواد د سنا مجلس له خوا د ۸۹ مثبتو رایو سره تایید شوه.

بایډن ته د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي لیک؛ کنګل شوې پیسې ازادې کړئ

د افغانستان بانک د عالي شورا غړي شاه محمود محرابي یوې رسنۍ ته ویلي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په موخه یې د امریکا ولسمشر ته یو لیک لیکلی. هغه وايي، که متحده ایالت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر نه ازدادوي نو د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره دې ۲سوه میلیون ډالر ازاد کړي.