Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

شنونکي: طالبان د ولسمشر د منزوي کېدو او استعفا ورکولو هڅه کوي

په پام کې وه چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونو د استازو په ګډون د روانې اپرېل میاشتې په ۲۴مه جوړه شي، خو اوس چې یادې نېټې ته یوازې څو ورځې پاتې دي، داسې ګنګوسې دي چې دا غونډه ځنډېدلې او له روژې وروسته به جوړه شي.

لوېديځ زون کې د جګړې قربانیان اوربند او سوله غواړي

د هېواد په لوېدیځ زون کې د جګړو یوشمېر هغه قربانیان چې په جګړو کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال د جګړو له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د کورنیو او میندو په خاطر دې له جګړې او وینې تویېدنې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

کابل کې بېګانۍ چاودنې ملکیانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

بېګاه شاوخوا ۹ بجې او پنځوس دقیقې د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په شهید څلورلارې کې درنه چاودنه وشوه چې غږ یې د کابل ښار په لرو پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
امنیتي مسوولان وايي، په دې چاودنه کې د امنیتي ځواکونو دوه رېنجرې له منځه تللي، خو د پېښې عیني شاهدان وايي چې ملکيانو ته یې هم مرګ‌ژوبله او مالي زیانوني اړولي دي.

په پکتیا، خوست او پکتیکا کې د ۷۰۰۰ ښوونکو کموالی

چارواکي د هر نوي ښوونیز کال د پرانېستې پر مهال د ښوونې او روزنې پر وړاندې د ستونزو د حل ژمنې کوي، خو لا هم د ټول هېواد په کچه زده‌کوونکي د ښوونځیو، کتابونو او ښوونکو له کمښت او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا، خوست او پکتيکا د پوهنې ریاستونو مسوولان وايي، د سوېل ختيځ زون په دغو درېوو ولايتونو کې د ۷ زره ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

امریکا ۳۳ تاریخي اثار په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل

په واشنګټن کې افغان سفارت ویلي چې د افغانستان اړوند ۳۳ تاریخي اثار ورته سپارل شوي دي.
د دغه سفارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یاد اثار پرون د امریکا د «نیویارک سیمې» د څارنوالي په دفتر کې افغان سفیرې رویا رحماني ته سپارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو تاریخي اثارو مخینه له دویمې تر اتمې پېړۍ پورې رسېږي او د افغانستان د بډایه کلتور او تاریخ ښکارندويي کوي.

شنونکي: حکومت نمایشي لویه مشورتي جرګه جوړوي

ولسمشر محمداشرف غني پرون د دولتي پلاوي په یوه ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د لویې مشورتي جرګې د جوړولو خبر ورکړ، خو د دې جرګې د جوړېدو د موخې او څرنګوالي په اړه د دولت ویاندویان د معلوماتو ورکولو ته نه حاضرېږي.

دولت د استانبول غونډې لپاره واحده طرحه نه لري

د حزب اسلامي د یووالي شوراګانو رییس جمعه‌خان همدرد نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، افغان حکومت نه‌دی توانېدلی چې د استانبول غونډې ته د سولې یوه واحده طرحه چمتو کړي.
د هغه په وینا، د ملي روغې جوړې شورا د توحید کمېټې له لوري وړاندې شوې طرحه ټول‌شموله نه ده او په دې برخه کې له سیاسي ګوندونو سره سلا مشورې نه دي شوي.

افغان کډوال: که سوله راغله، بېرته هېواد ته ستنېږو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د څو لسیزو جګړو، ناامنیو، وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله شاوخوا ۸ میلیونه افغانان له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوي دي.
له هغه وروسته چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، په هېواد کې د امنیت ټینګښت، د سولې راتلو او د کاري اسانتیاوو برابرېدو ته د خلکو هیلې ډېرې شوې دي.

د یوه تقاعد شوي افسر او افغان کډوال له درده ډکه کیسه

محمدامیر فاریابي د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، خو اوس د ترکیې په استانبول ښار کې کډوال دی. هغه وايي، ۲۵ کاله يې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د افسرۍ دنده لرله، خو له پنځو کلونو راهیسې په ترکیه کې بې‌برخلیکه پروت دی. د نوموړي په وینا، د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله يې هېواد پرېښی او په ۱۳۹۵ کال کې لومړی ایران او بیا هم ترکیې ته تللی دی.

په درې ولایتونو کې د طالبانو بریدونه؛ ۱۱ سرتېري وژل شوي

د بدخشان، هرات او فاریاب محلي او امنیتي مسوولان په دغو ولایتونو کې د ۱۱ امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او ۱۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د بدخشان محلي سرچینې وايي، طالبانو نن سهار وختي شاوخوا ۳ بجې د دغه ولایت په زېباک ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی چې له کبله یې ۸ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

ولسي جرګه طالبانو ته: اوربند وکړئ او د سولې مېز ته حاضر شئ

د ولسي جرګې غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې خپلې غوښتنې په روښانه ډول شریکې کړي. دوی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د طالب ډلې یوه غوښتنه هم عملي کېږي. د ولسي جرګې غړیو پر طالبانو غږ وکړ چې له شته فرصت نه ګټه واخلي او له افغانانو او افغان دولت سره یوځای شي.

د هغو کډوالو کیسه چې هیلې یې پر ناهیلۍ اوښتي

په وروستیو کلونو کې چې ګڼ‌شمېر ځوانان له کندوز ولایت څخه بهر هېوادونو ته کډوال شوي، ډېریو یې هیله درلوده چې هلته به خپلو زده‌کړو او کار ته دوام ورکړي، خو هلته د مناسبو کاري فرصتونو نه موجودیت او د هغو کډوالو پر وړاندې د هېوادونو ناسم سیاست او د میکانېزم نه‌شتون لامل شوی چې نه یوازې خپلو موخو ته و نه رسېږي، بلکې له نورو ننګونو سره هم مخامخ شي.

یوازې تېره اوونۍ په څلورو ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، چې یوازې تېره اوونۍ د هېواد په څلور ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي دي.
د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مسوول ذبېح‌الله فرهنګ وايي، یاد ملکیان په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د چسپکي او سړک غاړې ماین چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: هېڅوک د افغانستان راتلونکی نه شي تضمینولی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هېڅوک د دغه هېواد راتلونکی نه شي تضمینولی. د نوموړي په وینا، افغانستان به د هغو ترهګرو پر ګواښونو متمرکز پاتې شي چې له دغه هېواده سرچینه اخلي. هغه دا خبرې پرون له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې دي. سالیوان زیاتوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن افغانستان ته د خپلو سرتېرو د بیا لېږلو هېڅ پلان نه لري.