
د ننګرهار د محبس مدیر له یوه بندي سره یوځای تښتېدلی
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.

د سولې کتاب نندارتون تېره جمعه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت د پل سرخ فرهنګي مرکز په نوښت جوړ شو. په دغه نندارتون کې یوشمېر خپرندویه ټولنو هم ګډون کړی و او د نندارتون هره ورځ د ټولنې بېلابېلو برخو وګړو ته ځانګړې شوې وه.
د دغه نندارتون جوړوونکی شاهد فرهوش وایي، دغه نندارتون د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت او د افغان سولې بهیر په ملاتړ جوړ شوی و.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې د کورونا ویروس پراخېدو ته په کتو وايي، که هېوادوال کورونا جدي و نه ګڼي او روغتیايي سپارښتنو ته پام و نه کړي، افغانستان به هم د هند پر برخلیک اخته شي.
دوی خبرداری ورکوي، د کورونا ویروس د جدي نه ګڼلو په برخه کې هر دول بېغوري به وضعیت ترینګلی کړي.

امرالله چې د پکتیا اوسېدونکی دی، شاخوا دوه کاله وړاندې له قانوني سندونو پرته یوه اروپايي هېواد ته د سفر موزې پر پښو کړي او په ډېرو ستونزو يې ځان تر فرانسې رسولی دی.

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي امنیت سرتېرو د داعش ډلې ۴۰۸ مهم غړي نیولي چې ډېری یې پاکستانیان دي. هغه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ۱۷۳ ماشومان او ۲۹۹ پاکستانیان شامل دي او په خبره یې، د داعش ډلې ۶۰ سلنه جنګیالي پاکستانیان دي. سراج داعش ډله د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او خبرداری ورکوي، که د سیمې هېوادونه یې د کنټرول په برخه کې همکاري ونه کړي، یو ځل بیا به پر پښو ودرېږي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د کابل ولایت د پغمان ولسوالي په ارغندۍ سیمه کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۷ کسان مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغه ټرافیکي پېښه د مسافر وړونکو ۴۰۴ ډوله دوو موټرو د ټکر له امله شوې چې په مړو او ټپیانو کې

د پاکستان یو پلاوی چی مشري یې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان کوي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره یې د افغان سولې، امنیت، سوداګرۍ او د توکو ټرانزیټ کې د ستونزو پر حل خبرې کړي دي.

د ازموینو ملي ادارې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د روان کال د غويي میاشتې پر ۸مه نېټه د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموینې پیلېدو خبر ورکړ چې په وینا يې، په درېوو پړاوونو کې به واخیستل شي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، هېواد کې په بریا سره د کورونا ويروس د لومړۍ او دویمې څپې له تېرېدو وروسته، اوس بیا هم د دغه ويروس خپرېدل مخ په پراخېدو دي.

د کونړ چارواکي وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ختیځ زون په کچه د «حسن قرائت» په نوم د قرآنکریم د تلاوت سیالۍ روانې وې چې پر دغو مراسمو یو راکېټ ولګېده.

یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي، پاکستاني ځواکونو نن غوښتل د سپین بولدک ولسوالي له لقمان کلي سره اغزن تار وغځوي، خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې او د دواړو ترمنځ نښته هم شوې ده.

د بدخشان د وزلوبې لوبډلې مسوولان وایي چې د دې لوبډلې مخکښ او چټک آس چې په دغه ولایت کې په «وخش ستوري» مشهور و، د زهرو د ورکړې له امله له منځه وړل شوی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له افغانستان سره د چین هېواد له لوري د خوراکي توکو د مرستې خبر ورکوي.
د یاد وزارت چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چین د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکې توکو یوه جوپه چې ۵ زره او ۲۶۶ مټریک

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالب ډلې په مشرتابه کې ژور اختلافات پیدا شوي دي.
د نوموړي په وینا، د سراجالدین حقاني په مشري د پېښور شورا هڅه کوي چې د طالبانو په مشرتابه کې د کوټې شورا ونډه کمرنګه کړي.
.

د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي اوسېدونکی او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی وایي، له تېرې شپې راهیسې د جلرېز ولسوالي په بېلابېلو برخو کې د افغان ځانګړو ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وایي، د دغه ولایت د پښتون زرغون ولسوالي په یوه جومات کې د ځانمرګي واسکټونو جوړولو پر مهال چاودنې ۲۰ وسلهوالو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، دغو وسلهوالو نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د «ماراباد» کلي .