
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او مرستیال یې د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي
سيانان خبري شبکې خبر ورکړی چې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال له ۱۴ نورو کسانو سره د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.

سيانان خبري شبکې خبر ورکړی چې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال له ۱۴ نورو کسانو سره د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.

لسګونو روزګانیانو نن د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله د اعتراض په توګه لاریون وکړ.
دوی وايي، له یوې خوا سوړ ژمی پرې راغلی او بلهخوا وزګاره دي؛ نو سختو اقتصادي ستونزو پرې تریخ کړی دی.

د بدخشان محلي مسوولان او اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې په بېسارې توګه د هوا سړېدو او د امکاناتو نه موجودیت له کبله شپږ ماشومان مړه شوي دي.

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي، د سختې واورې اورېدو او سړې هوا د دغه ولایت خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د نوموړي په وینا، جوزجان کې سړې هوا د څلورو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون، ۱۸ کسانو ژوند بایللی او نږدې ۱۷زره څاروي هم مړه شوي دي.
هغه وايي، دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي خلکو ته د اوښتې مړینې شمېرې تر دې هم لوړې شي.

د سلاموطندار معلومات ښيي چې هېواد کې په بېسارې توګه د هوا له سړېدو وروسته له یوازې څو ورځو راهیسې په پنځو ولایتونو کې ۴۵ کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
اوس چې د بېوزلۍ له کبله افغانان حیران دي چې ځان او کورنۍ ته خواړه برابر کړي که کورونه تاوده وساتي، له تر ټولو سخت وضعیت سره مخامخ شوي دي.

د فاریاب محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګرزیوان، بلچراغ او شېرینتګاب ولسوالیو کې د سختو واورو اورېدو او سړو سره سره سېلابونه هم راوتلي دي.

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراجالدین سراجي سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په خماب، فیضاباد، خواجهدوکوه، قوشتپې، درزاب، مردیان، منګجیک، اقچې، قرقین او خانقاه ولسوالیو کې ۳۴۰۷ څاروي د سختو سړو له کبله مړه شوي دي.

هېواد کې د سړې هوا له بېسارې څپې سره د کابل ښار او یوشمېر سړو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د څښاک اوبو له کمښت یا هم نشتون سره مخامخ دي.
د کابل ښار اوسېدونکي وارث شینواری او اجمل شېرزاد وايي، کورونه یې ته د اوبو ورغلي نلونه یخ وهلي چې له کبله یې ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د لوګر امنیه قومانداني وايي، نن مازدیګر د دغه ولایت د مرکز پلعلم په «خضر» او د «تېرې کوتل» سیمو کې دوه جلا جلا ټرافيکي پېښې شوي چې له کبله یې ۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څو ورځې وړاندې د دغه وزارت پر کارکوونکو د برید قربانیانو د فاتحې مراسمو کې وویل چې افغانستان کې د شته ستونزو عاملان «بهرنیان او یرغلګر» دي. بلهخوا سیاسي فعال جمعهخان پویا وايي، په افغانستان کې د حکومتونو یو فرهنګ دا دی چې تل د شته ستونزو پړه پر نورو وراچوي او سرچینه یې له بهره ګڼي.

د هوا په سړېدو سره یوشمېر کابل ښاریان د برښنا پرچاوۍ او د سونتوکو د لوړې بیې په اړه شکایت کوي او وايي، له یوې خوا یې کورونه تیاره دي او بلهخوا یې د تودولو لپاره سونتوکي نه لري.

د پکتیکا د ګیان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو چې کورونه یې په اوړي کې د زلزلې له امله نړېدلي سلاموطندار ته ویلي، د څو میاشتو په تېرېدو لا هم د اوسېدو کورونه نهلري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خیمو کې تېروي. دوی وايي، یوشمېر موسسو چې د دوی لپاره د استوګنځایونو ژمنې کړې وې، کورونه یې ناجوړ پريښي او له سیمې وتلې دي.

د جوزجان امنیتي مسوولان د ګازو له کبله په دغه ولایت کې د یوه خصوصي بانک د دوو ساتونکو د مړینې خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د افغان ښځو پر کار د اسلامي امارت بندیز اړمنو کورنیو، په تېره ښځینهوو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.

د افغانستان بانک سلاموطندار ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې نن د نړیوالې ټولنې له لوري د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه کابل ته را رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

د ا.ا ویاند ذبېحالله م.جاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته غبرګون کې لیکلي چې اسلامي امارت د دې شورا اندېښنې درک کوي، خو په وینا یې، هڅه کوي چې ټولې چارې «د اسلامي شریعت» په چوکاټ کې تنظیم کړي. هغه لیکلي چې ا.ا په هغو ټولو برخو کې همکارۍ ته تیار دی چې له دیني اصولو او د هېواد له ارزښتونو سره برابرې وي.