مالیې وزارت: په یوولس میاشتو کې مو ۱۰۰ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي

د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په یوولس میاشتو کې یې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، دا پیسې د افغانستان د ګمرکونو په تاریخ کې بې‌مخینه دي.

کابل ښاریان: د بشري مرستو پر ځای دې د کار اسانتیاوې راته برابرې شي

یوشمېر کابل ښاریان ګیله کوي چې بشري مرستې ورته نه رسېږي او په‌کار ده چې د دغو مرستو پر ځای، دوی ته د کار اسانتیاوې برابرې شي. د کابل اوسېدونکی نثاراحمد سلام‌وطندار ته ویلي چې له دوو کلونو راهیسې له وزګارتیا کړېږي او بشري مرستې هم ورته نه‌دي رسېدلي.

د مونیخ امنیتي غونډه؛ د ۱۰ هېوادونو استازې: پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه دې لرې شي

د مونیخ امنیتي غونډه چې د څلوېښتو هېوادونو ولسمشرانو او د بهرنیو چارو ۹۰ وزیرانو په‌کې ګډون کړی، د افغانستان سیاسي وضعیت او د ښځو حقونه یې د بحث مهم موضوعات بلل کېږي. د دې غونډې د ګډونوالو له ډلې د ۱۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان نجونو او ښځو د اسلامي امارت لګېدلي محدودیتونه غندلي دي.

لوګر کې د اته ولایتونو ترمنځ د کبډي سیالۍ وشوې

د لوګر ولایت د ملي المپيک ادارې چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د هېواد په کچه د اته ولایتونو ترمنځ د کبډي څلورورځنۍ سیالۍ وشوې.
د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې د لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، هرات، غور او فراه ولایتونو د کبډي لوبغاړیو برخه اخیستې وه.

د ا.ا د ځواکونو له لوري د خبریالانو نیول کېدو او ځورونې په اړه د نی اندېښنه

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د سلواغې په ۲۷مه، د پنجشنبې ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د خبریالانو د نیول کېدو او ځورونې پېښو زیاتوالي د دوی اندېښنې را پورته کړې دي.

اوچا: شپږ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي بېړني وضعیت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، شپږ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي له کبله سختې شپې او ورځې تېروي.
کابل کې یو کارګر وحیدالله وايي، بې‌وزلي او وزګارتیا یې لامل شوي چې خپلې کورنۍ ته د اړتیا وړ خوړو په موندلو کې پاتې راشي.

سرپل کې یوه ځوان خپله کوژدنه او خواښې په چاکو وژلي

د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د سوزمه‌کلا ولسوالي د جرمن‌کلا سیمې اوسېدونکي صدرالدین خپله کوژدنه او د هغې مور په چاکو وهلي او وژلي دي.
د نوموړي په وینا، دا پېښه د سرپل د سانچارک ولسوالي په فرشقان سیمه کې شوې ده.

ا.ا په کابل کې د درې داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د ا.ا د استخباراتو عمومي ریاست پر ټویټر لیکلي چې کابل ښار کې یې درې داعشیان وژلي دي.
دغه ریاست لیکلي چې ځانګړو ځواکونو یې د سلواعې په ۲۴مه، د دوشنبې ماښام د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارته‌نو سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای پېچلي عملیات وکړل.