
ناپېژنده وسلهوالو په فاریاب کې یو کروندګر وژلی
د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې ناپېژنده وسلهوالو په دغه ولایت کې یو کروندګر وژلی دی.
د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بتشکن سلاموطندار ته ویلي چې دا پېښه د وري په اوومه، دوشنبې د دغه ولایت د پښتونکوټ ولسوالي په «خوشباني» سیمه کې شوې ده.














