ایران او پاکستان کې افغان خبریالان: وېرېږو چې بېرته مو افغانستان ته ونه لېږي

په ایران او پاکستان کې یوشمېر مېشت افغان خبریالان وايي، په دغو هېوادونو کې خپلو شته اقتصادي ستونزو، بهرنیو هېوادونو ته یې د کېسونو نه پراسېس او د پولیسو له لوري د دوی نیول کېدو ته په اشارې وايي، وېرېږي چې بېرته یې افغانستان ته ونه لېږي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: زموږ د وتلو لپاره ټاکل شوې موده دې وغځول شي

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال اندېښنه لري چې له دغه هېواده د وتلو لپاره ورکړل شوې موده یې په پوره کېدو ده او اوس وېرېږي چې د پولیسو له لوري به بندیان او یا هم وځورول شي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو استازیو ملک مجاهد شینواري او اول‌خان میاخېل سلام‌وطندار ته ویلي، کلونه کېږي چې په پاکستان کې اوسېږي او هلته یې پرېمانه پانګونه کړې، خو که اوس یې افغانستان ته اړوي، خپله شتمني او پانګونه به له لاسه ورکړي

پر افغانستان د امریکا د مرستو درېدو طرحه؛ ا.ا: د هېڅ هېواد مرستې ته اړ نه یوو

د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور رانډ پاول پر یوې داسې طرحې د کار کولو خبر ورکړی چې پر بنسټ به یې د ا.ا تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو مخه ونیول شي. ‎
پاول د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل چې په راتلونکو څو ورځو کې به یاده طرحه د تصویب لپاره د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې کړي.

د خوړو نړیواله ورځ؛ اوچا: د هرات زلزله‌ځپلي خوړو ته اړتیا لري

د اوچا د افغانستان څانګې د تلې په څلېرویشتمه، د دوشنبې ورځ د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، دا ورځې داسې مهال را رسېدلې چې پرله‌پسې زلزلو په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان لوېدیځ ته ټکانونه ورکړي دي. د اکټوبر شپاړلسمه د خوړو نړیواله ورځ ده.

د کابل پر سړکونو د اوبو ډنډونه؛ خلک: کراچي‌وانانو ته پیسې ورکوو چې له اوبو مو تېر کړي

د کابل ښار د بېلابېلو برخو، لکه د ملي‌بس څلورلارې، د دهن‌باغ څلورلارې، د هوايي ډګر څلوېښت متره سړک، د شاه‌شهید واټ او کارته‌نو اوسېدونکي وايي، په ښار کې د پرون بېګاه بارانونو له کبله ویالې تړل شوي او اوبه کوڅو او سړکونو ته راوتلي او د خلکو او موټرو د تګ‌راتګ مخه یې بنده کړې ده. دوی له مسوولانو غواړي چې دا ستونزه حل کړي.

پر سترګو معلول کسان: ټولنه کې د اضافي کسانو په سترګه راته کتل کېږي

یوشمېر افغانان چې د سترګو له معلولیت څخه ځورېږي وايي، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه لري او دوی یې له کبله ناهیلي شوي دي.
په کابل ښار کې د «روشن‌دلان» مسلکي انسټېټیوټ یوشمېر معلولان چې په سترګو څه نه ویني وايي، د کانکور ازموینه کې د ګډون برخه کې له ستونزو سره مخامخېږي او د لوړو زده‌کړو بورسیو او کاري فرصتونو ته هم لاسرسی نه لري.

د هرات د سمنټو قرارداد د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د زنده‌جان ولسوالي د سمنټو قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړ. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې د دې کارخونې د فعالیت له پیل سره به ۵۰۰۰ زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

د پاسپورټونو د وېش درېدو په اړه د خلکو شکایت؛ مسوولان: ټولو ولایتونو کې په عادي ډول روان دی

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د پاسپورټ اخیستو لپاره د نوملیکنې بهیر کې د ځنډ په اړه شکایت کوي او وايي، د پاسپورټ نه لرلو له کبله یې ځینې کارونه نیمګړي پاتې دي او یا یې هم د ناروغ وضعیت چې باید د درملنې لپاره یې بل هېواد ته ولېږدوي، نور هم نازک شوی دی.

په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس جوړ شو

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس چې د ا.ا چارواکو او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو په‌کې ګډون کړی و، نن (د تلې دوه‌ویشتمه، د شنبې ورځ) د پکتیا پوهنتون په تالار کې جوړ شو او درې ورځې به دوام وکړي. په دغه کنفرانس کې د ا.ا د سرپرستې کابینې د کورنیو چارو، لوړو زده‌کړو، اقتصاد او پوهنې وزارتونو سرپرستانو هم ګډون کړی و.

هر کال ۲۵۰۰۰ افغانان د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن (د تلې میاشتې دوه‌ویشتمه، د شنبې ورځ) چې د اکټوبر له څوارلسمې سره برابره ده، د سترګو «د لید نړیواله ورځ» ونمانځله.
د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو رییس حبیب‌الله اخوندزاده په دې غونډه کې وویل چې هر کال په منځنۍ توګه د بېلابېلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله ۲۵۰۰۰ افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

مسوولان: په دولسو ولایتونو کې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو چېک‌ډیمونه جوړوو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان په هېواد کې د وچکالۍ او اوبو کچې ټيټېدو په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته وايي، په دولسو ولایتونو کې به د اوبو مهارولو په موخه د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو چېک‌ډیمونه جوړ کړي چې په خبره یې، په دې سره به په یادو ولایتونو کې د وچکالۍ ستونزې راکمې شي.

نړیوال سازمانونه: هرات کې زرګونه زلزله‌ځپلي وږي او بې‌سرپناه دي

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د هرات د زنده‌جان ولسوالي د زلزله‌ځپلو سیمو یوه ویډیو خپرې کړې او په‌کې ویل شوي چې له یادې زلزلې ژوندي پاتې کسان له کوره بهر په عامه ځایونو کې شپې سبا کوي او د ژوند کولو لپاره سرپناه نه لري.

د قوش‌تيپې کانال د دویم فاز د جوړېدو چارې پیل شوې

نن په بلخ کې د قوش‌تیپې کانال د دویم فاز د جوړېدو چارې پیل شوې. د اسلامي امارت مسوولانو نن (د تلې نولسمه، د چهارشنبې ورځ) د دغه کانال د جوړېدو چارو د پیل مراسمو کې وویل چې افغانستان به د دغه فاز په جوړېدو سره کرنیزه برخه کې پر ځان بسیا شي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د افغانستان کرنه میکانیزه شي او افغانان به د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.

د اروايي روغتیا نړیواله ورځ؛ نیمايي افغانان پر اروايي ناروغیو اخته دي

د اکټوبر لسمه، د اروايي روغتیا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دې ورځې له را رسېدو سره هم‌مهاله په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، د اوږدمهاله جګړو له کبله ۸۵ سلنه افغانانو زیان‌اړوونکې پېښې لیدلي یا یې قربانیان دي چې له امله یې اوس د افغانستان نیمايي وګړي پر اروايي ناروغیو اخته دي.