Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د رویټرز یو تصویراخیستونکی وژل شوی او شپږ نور خبریالان ټپیان دي

F8K9Ra3acAAzVb8--qduf4nromz9y92uzl7mrwpturbhtu8ucu48212hzew

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یو تصویراخیستونکی یې د لبنان په سوېل کې د اسرایيلو له لوري په توغول شوي راکېټ کې وژل شوی او شپږ نور خبریالان ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا پېښه پرون (د اګېسټ دیارلسمه، د جمعې ورځ) هغه مهال شوې چې دغه خبریالان د اسراییل پولې ته نږدې په الما‌الشعب سیمه کې پر کار بوخت و. په دې سیمه کې د اسراییلو او د لبنان حزب‌الله ترمنځ جګړه روانه ده.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د دغه اژانس تصویراخیستونکی عصام عبدالله چې په ژوندۍ بڼه یې ویډیوي سېګنال د تصویر خپروونکو ته لېږه، وژل شوی دی.

د رویټرز دوه نور خبریالان ثائر السوداني او ماهر نازه هم په دې پېښه کې ټپیان شوي، خو له لومړنۍ درملنې وروسته بېرته ستانه شوي دي.

د فرانسې اژانس هم ویلي چې دوه خبریالان یې پر لبنان د اسراییل له لوري په شوي برید کې ټپیان شوي دي. د الجزیرې خبري شبکې هم منلې چې دوه خبریالان یې ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي او د حزب‌الله یوه استازي د دې پېښې عامل اسراییل بللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام