فلسطیني چارواکي وايي چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې شمال جنین ښار پر کډوالو کمپ د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې پنځه فلسطینیان وژل شوي دي.
د فلسطین اوسېدونکو او چارواکو په وینا، اسراییلي ځواکونو بېګاه شپه پر جنین ښار لس هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې یوشمېر ودانۍ هم نړول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د اسراییلي ځواکونو زغرهوالو موټرو او ځواکونو هم د جنین ښار کډوالو کمپ کلا بند کړی او سرکونو او ودانیو ته زیانونه اړولي دي.
بلخوا د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې بېګاه شپه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په مرکزي برخه رامالله کې د محمدحسنین په نوم ۲۵کلن ځوان د اسراییلي ځواکونو له لوري وژل شوی دی.
یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې څلور نور فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو له لوري په سر او سینه کې په ډزو وژل شوي دي.
د اسراییلي ځواکونو له لوري په شویو بریدونو کې ۲۷ فلسطینیان ټپیان شوي هم دي چې د اتو کسانو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.