Asset 1SWN

الاقصی جومات کې پر عبادت کوونکو د اسراییلو برید؛ ۴۰۰ فلسطینیان نیول شوي

042322-Israeli-security-forces-aim-at-Palestinians-during-a-violent-raid-at-the-Al-Aqsa-Mosque-compound-in-Jerusalems-Old-City-Friday-April-15-2022.-AP-PhotoMahmoud-Illean--1024x640

اسراییلي پولیسو نن چهارشنبه د اپرېل پنځمه په ختیځ بیت‌المقدس کې د الاقصی جومات په انګړ کې پر فلسطیني عبادت‌ کوونکو برید کړی او یو‌شمېر فلسطینیان یې نیولي دي.

سیمه‌ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د اسراییلو له‌خوا د نن سهار په تاوتریخجنو بریدونو کې ۴۰۰ فلسطینیان نیول شوي او دا مهال د اسراییلو په بند کې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رسنیو د راپورونو له مخې، نیول شوي کسان د ختیځ بیت‌المقدس اتاروت کې د پولیسو په یوه مرکز کې ساتل کېږي.

په همدې حال کې عیني شاهدانو الجزیرې خبري رسنۍ ته ویلي چې اسراییلو ځواکونو په دې چاپه کې له اوښکو بهوونکو ګازو او لاسي بمونو څخه استفاده کړې او عبادت کوونکي یې وهلي او ډبولي دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې بیا ویلي چې د اسراییلو ځواکونو په دې برید کې ۱۲ فلسطینیان ټپیان شوي دي. د یادې ټولنې په وینا، اسراییلي ځواکونو سیمې ته د هغو امبولانس موټرو مخه هم نیولې چې د ټپیانو د لېږد لپاره ورغلي وو.

په اشغال شوي ختیځ بیت‌المقدس او لوېدیځه غاړه کې له میاشتو راهیسې تاوتریخوالی روان دی. بیت‌المقدس کې د نورو تاوتریخوالو وېره هم شته، ځکه د روژې میاشت کې د یهودیانو او مسلمانانو مذهبي مراسم سره یوځای راځي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال فلسطیني ډلو پر عبادت کوونکو وروستي بریدونه غندلي او دا یې یو جنایت بللی دی.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام