پکتیا ته له پاکستان څخه راستنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

په پکتيا کې له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ وايي، د ژمي په رارسېدو سره لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. دوی شکایت کوي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې له پاکستان څخه له راګرځېدو وروسته ورسره د ا.ا له ۱۰۰۰۰ افغانیو پرته هېڅ ادارې ورسره مرسته نه‌ده کړې.

درېوو هېوادونو په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې د افغانستان د فعالې ونډې غوښتنه کړې

د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د برښنا وزیرانو د کاپ۲۸مې غونډې په څنډه کې له افغانستان څخه غوښتي چې د برښنا د لېږد په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې فعاله ونډه واخلي. دوی په اعلامیه کې لیکلي: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار بیا پیل کړو؛ ځکه د افغانستان له ګډون پرته به دا پروژه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»

اوتونبایوا: د افغانستان د راتلونکي یووالي او ثبات لپاره باید بشري حقونه خوندي شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پر دې ورځ او د بشري حقونو په اړه د نړیوالې اعلامیې په ۷۵یمه کلیزه کې یو ځل بیا د افغانستان له واکمنو چارواکو غواړو چې د افغانستان د باثباته، سوله‌يیزې او پرمختللې راتلونکې په موخه بشري حقونه ومني او ملاتړ یې وکړي.

ندیم: درې ولایتونو کې په ۲۱۸ میلیونه افغانیو د لوړو زده‌کړو لپاره نیمه‌کاره ودانۍ جوړوو

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم زابل ته د سفر پر مهال ویلي چې دغه وزارت په درېوو ولایتونو کې په ۲۱۸ میلیونه افغانیو څلور نیمه‌کاره ودانۍ جوړوي.
د نوموړي په وینا، یادې ودانۍ چې یوه یې په زابل، یوه په نیمروز او دوه په کندهار کې دي، د ا.ا د مشر هبت‌الله اخوندزاده د ځانګړي حکم پر بنسټ جوړېږي.

د ګردېز‌-‌خوست پر لویې لارې په پنځلس میلیونه افغانۍ یو جومات جوړ شوی

د پکتیا په غلګۍ سیمه کې د ګردېز‌-‌خوست پر لویې لارې د يوه جومات د جوړېدو چارې بشپړې او د لمونځ‌کوونکو پر مخ پرانېستل شو.
د دغه جومات د جوړېدو چارې نږدې دوه کاله وړاندې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په غوښتنه د مرکز ګردېز اړوند د سټو کنډو سره د يوه ترکي خصوصي شرکت په مالي لګښت پيل شوې وې.

له پاکستانه پر را اېستل شویو افغانانو دوه‌ لکه نومرې ځمکه وېشل کېږي

یوشمېر هغه افغان کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راکډه شوي وايي، لا هم د استوګنې لپاره ځای نه لري او په وینا یې، په سړه هوا کې له خپلو ماشومانو سره په خیمو کې شپې او ورځې تېروي.
اسدالله او شباب له حکومت څخه غواړي چې د اوسېدو ځای برابرولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ ا.ا: په افغانستان کې صفر ته نږدې شوی

ا.ا د ډسمبر نهمې نېټې یا له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله وايي، په افغانستان کې فساد صفر ته نږدې شوی او په وینا یې، په تېرو دوو کلونو کې یې پر وړاندې سخته مبارزه کړې او اجازه به ور نه کړي چې بیا زیات شي.

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وايي: «ا.ا توانېدلی چې فساد صفر ته نږدې کړي او پر وړاندې یې ښه مبارزه کړې. فساد، ټولنیز او اخلاقي فساد یې کم کړی. دا په دې مانا چې موږ یې پر وړاندې درېږو، څو دا بیا یوه ټولنیزه پدیده ونه ګرځي.»

لغمان کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د مالټو نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه

د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، په قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د ۲۸۰۰۰ نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه.
د لغمان والي قاري زین‌العابدین عابد وایي چې د مالټو د دغو باغونو پر جوړولو یو لک امریکایي ډالره لګښت راځي چې د اېف‌اې‌او موسسې له لوري ورکول کېږي.

ا.ا پر خپلو دوو چارواکو د امریکا لګېدلي بندیزونه بې‌منطقه بللي

د امریکا مالیې وزارت د یوه نوملړ په خپرولو سره ویلي چې دغه هېواد د بشري حقونو د نقض له کبله د افغانستان، چین، ایران او هایتي پر ۲۰ سیاسي او پوځي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د نویو بندیزونو په نوملړ کې د ا.ا د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رییس فریدالدین محمود نومونه هم شامل دي.

پاکستان تراوسه له ۴۱۸ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته را اړولي

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی چې تر اوسه ۴۱۸ زره او ۹۸۰ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. د پاکستان راډیو نن (د لیندۍ اتلسمه، د شنبې ورځ) لیکلي چې یوازې پرون ۲۴۷۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. د دې رسنۍ په وینا، د افغانانو په ګډون، په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه کسانو د اېستلو لړۍ روانه ده. 

عباس ستانکزی: علم پر نارینه او ښځینه‌ فرض دی، ا.ا دې یې اسانتیاوې برابرې کړي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي د بايزيد روښان انسټېټیوټ د محصلانو او د رحمان بابا، خوشال خان خټک او پيرمحمد کاکړ لېسو د زده‌کوونکو په فراغت‌غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې هېڅ ټولنه له پوهې پرته پرمختګ نه‌شي کولای.

ذ.بېح‌الله م.جاهد: د رسنیو پرمختګ زموږ او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ګډه موخه ده

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد نن په کندهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له مشرتابه سره د لیدني پر مهال ویلي چې د رسنیو پرمختګ د ا.ا د بنسټیزو موخو له ډلې یوه ده او په ګډه به ورته ځان رسوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پلاوي د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه لویه ننګونه بللې او غوښتنه يې کړې چې ا.ا دې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

چین: ا.ا دې د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي

د چین د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې د ا.ا سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې او نړیوالې ټولنې ته د لارې موندلو لپاره سیاسي اصلاحاتو، د امنیت ټینګښت او له ګاونډیانو سره د اړیکو جوړولو ته اړتیا لري او باید نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین په یوه خبري غونډه کې ویلي: «هیله لرو چې طالبان د نړیوالې ټولنې تمو ته ځواب ووايي، یو پرانېستی او ټول‌شموله سیاسي جوړښت رامنځته او معتدل او محتاطانه کورنی او بهرنی سیاست وکړي.»

د کندهار په سپین‌بولدک کې د نږدې ۳۸ میلیونه افغانیو پروژو چارې پیل شوې

د کندهار د سپین بولدک ولسوالي ولسوال عبدالله بشیر په دې ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اووه کیلومټره عمومي سړک د بیاجوړونې او د اوبو د دوو زېرمو جوړولو چې یوویشت‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د چارو د پیل خبر ورکوي. هغه وايي، یادې پروژې به د ښاروالي په خپلو عوایدو په راتلونکې یوه‌نیمه میاشت کې بشپړې شي.

د افغانستان بهرني سیاست په اړه غونډه؛ ا.ا: افغانستان به د هېڅ اېتلاف غړی نه‌شي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن په علومو اکاډمي کې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په هېواد کې د سولې او ثبات د راتلو او د سیمه‌ییزو شخړو د مخنیوي لپاره د افغانستان بې‌طرفي اړینه ده. د نوموړي په وینا، ا.ا غواړي چې افغانستان یو خپلواک او بې‌‌طرفه هېواد پاتې شي او د هېڅ پوځي اېتلاف غړیتوب به ونه مني.