که څه هم د اسلامي امارت سرپرست حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د زمینې برابرولو ډاډ ورکړی، خو خبریالان اطلاعاتو پر لاسرسي د محدودیت له امله شکایت کوي.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ کابل کې د دیني علماوو درې ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه، خو سرپرست حکومت نادولتي رسنیو ته د دې غونډې د خبري پوښښ اجازه ورنهکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ترڅنګ خبریالان وايي چې لا هم د خبري راپورونو د چمتووالي په برخه کې له محدودیت سره مخ دي. د دوی په وینا، د خبریالانو پر وړاندې د حکومت اوسنی دریځ د دې لامل شوی چې خبریالان خودسانسورۍ ته مخه کړي.
خبریال مبین موحد وايي چې په دې وروستیو کې د خبریالانو پروړاندې محدودیت ډېر شوی چې دوی یې اندېښمن کړي دي. نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې رسنۍ او خبریالان ازاد پرپږدي، څو د قانون پربنسټ، فعالیت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپور کې راپور کې ویلي چې لا هم خبریالان او رسنۍ د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري له محدودیت سره مخ دي.
بلخوا د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه هم د خبریالانو پر وړاندې د ننګونو او محدودیتونو دوام په اړه اندېښنه څرګندوي.
د افغانستا د ازادو رسنیو د ملاتړي بنسټ یا نی مسوول او د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیو بنسټونو غړي ظریف کریمي سلاموطندار ته ویلي چې اسلامي امارت باید د دې ستونزو د هواري لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي.
د نوموړي په وینا، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي او خبریالان نهشي کولای چې واقعیتونو ته انعکاس ورکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال د سیګار په راپور کې راغلي، افغانستان کې د یوشمېر نړیوالو رسنیو د تړل کېدو ترڅنګ سرپرست حکومت په کور دننه هم پر رسنیو بندیزونه لګولي چې خبریالان اجازه نهلري، هغه څه خپاره کړي چې د اسلامي امارت پر خلاف وي.