د هېواد د یوشمېر ولایتونو ځوانانو نن کابل کې د یو بل منلو تر عنوان لاندې ملي کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس ګډونوال وایي، دا چې افغانستان د بېلابېلو قومو څخه جوړ دی،  نو له همدې امله د یو بل منلو په برخه کې زیانمن دي  او په هېواد کې د دې اصل دودولو لپاره هراړخیز اقداماتو ته اړتیا ده.

ګډونوال وایي، ځوانان مکلف دي چې په ټولنه کې فرهنګ جوړولو او د یو بل منلو پیاوړې کېدو لپاره کار وکړي. د یو بل منلو ملي کنفرانس یو تن ګډونوال حضرت نیک‌پا وایي: « په یو هېواد کې خپلواکي او هوساینه تر ټولو مهم عناصر دي چې د اقتصادي ودې لامل کېږي. خو دا اصل شونی نه دی، تر هغه چې د خلکو ترمنځ یو بل منل موجود نه وي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه کنفرانس بل ګډونوال طارق بلالزی هم وایي: « مونږ دې لپاره ګډون کړی چې د یو او بل منلو اصل دود شي او د خپلو تجربو په شریکولو سره غواړو د یو بل منلو فرهنګ پیاوړی کړو.»

په همدې حال کې د کابل پوهنتون استاد او د دې غونډې یو تن ګډونوال خلیل‌الرحمان سروري د یو بل منلو کنفرانس جوړېدل د هېواد د فرهنګي ودې لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې دغه فرهنګ باید د اسلامي امارت له خوا بنسټیز شي.

هغه زیاتوي چې د یو هېواد وګړي هغه مهال د یو بل منلو فرهنګ بنسټیز کولی شي چې د هغه هېواد سیاسي قدرت د یوې مسوولې ادارې په توګه د هغوی ترڅنګ کار وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د پوهنتون بل استاد خواني همت د یو بل منلو فرهنګ په دودولو کې د رسنیو رول مهم ګڼي او وایي چې رسنۍ باید خلک وهڅوي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې يو شمېر کارپوهانو تر دې مخکې هم په هېواد کې شته ناخوالي او ټولنيزې ستونزې او د قومي تفرقې ډېرېدل د اوسني وضعیت لامل بللي وو او ویلي و چې له دغو ننګونو څخه د خلاصون يوازنۍ لار د یو بل منل دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام