کابل کې د هېواد په کچه د ځوانانو د یو بل منلو ملي کنفرانس جوړ شو

د هېواد د یوشمېر ولایتونو ځوانانو نن کابل کې د یو بل منلو تر عنوان لاندې ملي کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس ګډونوال وایي، دا چې افغانستان د بېلابېلو قومو څخه جوړ دی،  نو له همدې امله د یو بل منلو په برخه کې زیانمن دي  او په هېواد کې د دې اصل دودولو لپاره هراړخیز اقداماتو ته اړتیا ده.