Asset 1SWN

کابل ښار کې د ځانمرګي برید د قربانیانو کورنۍ د امنیت غوښتنه کوي

Victims-of-yesterdays-attack-in-Kabul-qtkaej6ul7vaui0gz5898w6kd2gcwdiua69mj7ly88

د کابل ښار په بختیارکلا کې د دوشنبې ورځې د ځانمرګي برید د قربانیانو کورنۍ له سرپرست حکومت څخه د امنیت غوښتنه کوي. د دغه برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي. په یاد ځانمرګي بريد کې د شپږو وژل شويو کسانو په ډله کې پنځه يې د بدخشان اوسېدونکي دي.

د بدخشان ولايت د يفتل ولسوالي اوسېدونکى خيرالله وايي، په دغه بريد کې یې ملګرى خيرالدين مظهري چې د عدلي او قضايي ارګانونو د فرمانونو او څارنې رياست کارکوونکى و، وژل شوى او مور يې د خپل زوى د مړي له ليدلو وروسته د خبرو وسه نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د خیرالدین مور هغه له یو عالم هیلو سره را لوی کړ او سختۍ یې زده‌کړې پرې وکړې چې کورنۍ او هېواد ته په درد وخوري، خو ځانمرګي برید یې ځواني د خاورو خوراک کړه.

د بدخشان د بهارک ولسوالي اوسېدونکی جاوېد يمين هم وايي چې په یاد بريد کې يې د تره زوى چې د حقوقو په برخه کې يې زده‌کړې کولې او د فرمانونو د څارنې رياست کې يې کار کاوه، وژل شوى دى.

هغه زیاتوي چې د تره زوی یې واده کړی و او پلان یې درلود چې د زده‌کړو برخه کې د دوکتورا لپاره هم نوملیکنه وکړي. یمین زیاتوي: «له بده مرغه په یوه ځانمرګي برید کې شهید شو. له حکومت نه غواړو چې د خلکو او مشرانو د وژل کېدو مخه ونیسي.»

همداشان د کابل اوسېدونکی اسدالله وايي، زوی يې چې د کابل پوهنتون د ماسټرۍ زده‌کړیال او د حکمونو او فرمانونو د څارنې رياست کارکوونکی دی، په دې پېښه کې سخت ټپي شوی او اوس بستر دی. نوموړی وايي، روان وضعیت د زغم وړ نه‌دی او سرپرست حکومت باید ورته پام وکړي.

د کابل يو بل اوسېدونکى محمدعمر چې ورور يې په دغه بريد کې ټپي شوى او په اېمرجنسي روغتون کې بستر دى، هم له دولت څخه غواړي چې د دغه بريد عاملان ونيسي او سزا ورکړي.

په همدې حال کې د کابل د امنيې قومانداني مسوولان د قربانيانو کورنيو ته ډاډ ورکوي چې امنيتي ځواکونه د یادې پېښې د عاملانو پېژندلو او نيولو هڅې کوي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدراڼ وايي: «موږ د دې پېښې قربانیانو ته ډاډ ورکوو چې د دغه ډول وحشت عاملان مو نیولي او سزا مو ورکړې. همداسې به د دې پېښې عاملان هم په نښه او قانون ته وسپارو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کابل د امنیې قومانداني د معلوماتو له مخې، په دغه ځانمرګى بريد کې چې د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په بختيارکلا کې شوى، شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون، دیارلس کسان ټپیان شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام