د پروان امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالي کې ناپېژنده کسانو د جومات ملا امام وژلی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند فضلالرحیم مسکینیار نن جمعه، چنګاښ ۲۹مه سلاموطندار ته وویل چې وژل شوی امام «محمود» نومېږي او ۲۷ کاله عمر لري. د هغه په خبره، دغه کس په ښکاري ټوپک وژل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مسکینیار همداراز وویل چې یاد ملا امام د سیدخېل ولسوالي په نیازيخېلو کلي کې د یوه جومات امام او د دیني مدرسې ښوونکی و.
هغه زیاته کړه چې نوموړی د جبلالسراج او سیدخېل ولسوالیو ترمنځ سیمه کور ته پر لاره وژل شوی دی.
د پروان امنیه قومنداني ویاند په وینا، تراوسه د دغه امام د وژنې انګېزه نهده په ډاګه شوې او په اړه یې څېړنې روانې دي.