د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوولان وايي چې پر دغه لاره د یوه ۴۰۴ ډوله موټر د چپهکېدو په پېښه کې درې کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ یعقوب د یاد خبر د تاییدو ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې پېښه نن سهار ۲:۳۰ بجې په سوېلي سالنګ کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله رامنځته شوې. د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس په وینا، د یادې پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۲ ټپیان شوي دي.
هغه همداراز وویل چې د پېښې ټپیان د شمالي سالنګ دوشاخ کلینیک او د بغلان خجان ولسوالي روغتیايي مرکز ته لېږل شوي دي.
د سلاموطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ یعقوب زیاته کړه چې د مړو شویو دوو کسانو جسدونه موټر کې دي او د رااېستلو هڅې یې روانې دي.