سالنګ کې د ۴۰۴ ډوله موټر چپهکېدل؛ درې کسان مړه او ۱۲ ټپیان شوي
د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوولان وايي چې پر دغه لاره د یوه ۴۰۴ ډوله موټر د چپهکېدو په پېښه کې درې کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ یعقوب د یاد خبر د تاییدو ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې پېښه نن سهار ۲:۳۰ بجې په سوېلي سالنګ کې رامنځته شوې ده.