ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړ کې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې یاد وزارت په تېر یوه کال کې څه باندې ۳۷۰۰۰ کاري جوازونه کورنیو او ۱۲۹۷کاري جوازونه بهرنیو اتباعو باندې وېشلي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت په دې ناسته کې وویل چې په تېر یوه کال کې یې د کاري جوازونو د وېش او نورو سرچینو له لارې څه باندې ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې دغه وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۰زره او ۴۰۲ بېوزله ماشومانو او کورنیو سره نغدي، خوراکي او بشردوستانه مرستې کړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال په دې ناسته کې زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې بېلابېلې ملي او زیربنایي پروژې لکه د قوشتیپې کانال، د سرپل د نفتو او ګازو پروژه او د نوي کال پروژه پرانېستل شوي چې څه باندې ۷۰ تر ۸۰ زره کسانو ته به پهکې د کار زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو کارپوه ایرج فقیري وايي، که له ۷۰ تر ۸۰ زرو پورې خلکو ته د کاري زمینې د برابرولو خبره رښتیا وي، دا چاره به د افغانستان د وزګارتیا ۴۰ سلنه ستونزه حل کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېر یوه کال کې توانېدلی چې د حرفوي او فني زدهکړو په برخه :ې ۸۵۹۷ کسانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
دغه وزارت همداراز د ۱۵ روزنتونونو د رغولو چارې پیل کړي چې له دې ډلې په لوګر کې د یوه روزنتون چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به په نورستان، دایکندي، جوزجان او تخار کې هم د څلورو نورو روزنتونونو چارې بشپړې شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د سوالګرو د راټولولو طرحه، په نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې طرحه، له سختو کارونو څخه د ماشومانو د مخنیوي طرحه، د حرفوي او تخنیکي زدهکړو طرحه او د ظرفیتونو لوړولو طرحه، له نورو لاستهراوړنو څخه دي چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې ترلاسه کړي دي.