د غور د لعل‌وسرجنګل ولسوالي ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، دوه ورځې وړاندې (چهارشنبه، د زمري په پنځمه) د دغې ولسوالي د «بازار» کلي مشرانو او استازو د عاشورا لسیزې د مراسمو همغږۍ په موخه غونډه ترسره کړه.

د سرچینو په وینا، د دغې غونډې ګډونوالو د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره پرېکړه کړې چې د عاشورا لسو ورځو کې دوکانونه، هوټلونه او بازار په بشپړه توګه وتړل شي او کسب‌ګر او دوکانداران مکلف دي چې د خپلو دوکانونو پر بامونو د عاشورا اړوند بیرغونه ولګوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ د مشرانو پرېکړه‌لیک کې ټینګار شوی، کوم کسان چې د «امام‌حسین د عزادارۍ مراسمو» کې ګډون نه کوي او د عاشورا پر پېښې باور او ورته درناوی نه لري، باید ۵زره افغانۍ جریمه شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پرېکړه‌لیک چې ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د کاروونکو نیوکو سره هم مخ شوی دی. د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي، دغه پرېکړه‌لیک کې تر اندازې ډېر افراط شوی او راتلونکې کې به دغه ډول افراطیت ناوړه پایلې له ځانه سره ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام